له تېرو درو کلونو راهیسې په قبایلي سیمې خیبر کې د ملاریا، لېشمنایسېس او ډېنګي ناروغیو پېښې زیاتې شوې دي. دا درېواړه ناروغۍ د خاص ډول ماشو له چیچلو خپرېږي.
د خیبر ضلعې د روغتیا ادارې مرستیال ډاکتر ایوب خان اپرېدی وايي، د دې ناروغیو د تشخیص او درملنې لپاره یې له تېرو درو کلونو راهیسې ۴۸ مرکزونه فعال ساتلي چې ټول خدمات وړیا رسوي.
"اکثر د دفتر یا روغتون کار له سهار اتو تر درو یا څلورو بجو پورې وي. زموږ له دې مرکزونو څخه یې په ځینو کې مازیګر هم کسان ناست وي او هلته د خلکو [تشخیص] او [درملنه] کوي."
د لېشمنایسېس ماشی چې خلک وچیچي نو بیا یې پر پوستکي دانې راخېژي او دا ناروغي مرګونې نه ده، همداراز د ډېنګي ناروغي هم کله نا کله مرګونې زبادېدای شي خو که پر وخت د ملاریا تشخیص او علاج ونشي، نو ناروغ وژلی شي.
د ملاریا ناروغۍ نښې
د پنجاب په ګجرات کې د حکومتي روغتون ډاکتر عمر نسیم مشال راډیو ته وویل چې کله د انافلیز په نوم یو ځانګړی ماشی سړی وچیچي او وینې ته یې پلازموډییم مېکروب داخل کړي نو له څو ورځو واخله تر دوو اوونیو پورې په هغه کس کې د ملاریا علامات پیدا شي.
د ملاریا مهمه نښه تر شېبرې تبې وروسته ساړه محسوسول دي. د پلازموډییم فالسیپېرم په نوم جراثیم چې کله د وینې سرې خلیې ماتوي نو وجود مدافعتي غبرګون ښيي. د دې له وجې ناروغ رپېږي یا رېږدي.ډاکتر عمر نسیم
د ده په خبره، "د دې ناروغۍ ځینې علامات لکه تبه او کله نا کله ټوخی د زکام نښو ته ورته دي. خو مهمه نښه یې تر شېبرې تبې وروسته ساړه محسوسول دي. د پلازموډییم فالسیپېرم په نوم جراثیم چې کله د وینې سرې خلیې ماتوي نو وجود مدافعتي غبرګون ښيي. د دې له وجې ناروغ رپېږي یا رېږدي. له دې پرته ځینې خلک په اسهال او پېچش هم اخته کېدای شي."
ډاکتر نسیم وايي، دې نښو ته په کتو، ډاکتران د وینې معاینه کوي او چې پکې د ملاریا جراثیم وویني نو بیا دوا ورکول پیلوي.
دی وايي، که پر وخت د ملاریا تشخیص او درملنه ونشي نو دا ناروغي په څو ورځو کې انسان وژلی شي.
د روغتیا نړیوال سازمان اقدامات
د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) هر کال د اپرېل ۲۵مه د ملاریا په اړه د اګهۍ او د دې ناروغۍ د ختمولو ورځې په توګه لمانځي.
دې سازمان د اپرېل پر ۲۱مه په تازه رپورټ کې ویلي چې د کووېډ-۱۹ جهاني وبا پر چیلېنجونو سربېره د نړۍ یو شمېر هېوادونو د ملاریا د ختمولو په برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی دی.
ډبلیو اېچ او تر ۲۰۳۰ز کال پورې له نړۍ څخه د ملاریا د ختمولو هدف ټاکلی دی.
سازمان وايي، په تېرو دوو لسیزو کې د جنوب ختیزې اسیا په شپږو هېوادونو برما، کمبوډیا، چین، وېتنام، لاوس او تایلینډ کې د ملاریا پېښې ۹۷ فیصده او له ناروغۍ څخه مړینې ۹۹ فیصده کمې شوې دي.
خو د سازمان په خبره، پاکستان له هغو هېوادونو یو دی چې پکې میلیونونه خلک د ملاریا له خطر سره مخامخ دي.
پاکستان کې ملاریا
د ۲۰۱۷ز کال له سرشمېرنې سره سم، په پاکستان کې ۲۰۸ میلیونه خلک اوسي.
په اسلام اباد کې د ملاریا کنټرول ریاست په ۲۰۱۷ز کال کې ویلي ول چې په پاکستان کې هر کال د ملاریا شاوخوا درې نیم میلیونه پېښې ثبتېږي.
د بي اېم سي اېنفېکشس ډېزیزېز نړیوال ژورنال د ۲۰۱۹ز له یوې څېړنې سره سم، د پاکستان شاوخوا ۶۰ فیصده نفوس د ملاریا په مېکروب او ماشو لرونکو ځایونو کې ژوند کوي.
لیکنه وايي، د پنجاب د شمالي برخو په نسبت په جنوب کې د ملاریا زیاتې پېښې ثبتېږي.
د ملاریا ناروغۍ مخنیوي لارې
خو د خیبر ضلعې د روغتیا ادارې مرستیال ډاکتر ایوب خان اپرېدی وايي، له بلوچستانه واخله تر قبایلي ضلعو پورې په ټوله غرییزه سیمه کې هم د ملاریا ناروغي زیاته ده.
دلته خلک په ۵۰ لکه روپیو کور جوړ کړي خو د ګنده اوبو د ایستلو نظام نه جوړوي.ډاکتر ایوب خان اپرېدی
دی وايي، د ناروغۍ د زیاتېدو لوی لامل د صفایۍ د سم نظام نه شتون دی.
ډاکتر اپرېدی وايي، "دلته خلک په ۵۰ لکه روپیو کور جوړ کړي خو د ګنده اوبو د ایستلو نظام نه جوړوي. هم هغه د کور په دروازه او کوڅو کې [ناولې] اوبه [ډنډ] شوې وي. نو لومړی صفايي ده. بل د خوب پر وخت [پشه خانه یا مچر داني] کارول ضروري دي" او درېیم، باید پر مخ، لاسونو او جلد ماشي وژونکې دوا وکاروي.
ډاکتر ایوب خان اپرېدی وايي، عموماً د ملاریا ناروغۍ موسم له اپرېله تر ډېسېمبر پورې وي.
د ده په خبره، په تېر یو کال کې د روغتیا ادارې په خیبر کې ۵۵۰،۰۰۰ لکه پشه خانې وېشلې دي چې باید یې خلک هره شپه وکاروي.
دی وايي، د حکومتي اقداماتو او پر لارښوونو د خلکو د عمل له وجې د ملاریا ناروغۍ پېښې کمې شوې دي.
د نوموړي په خبره، "په ۲۰۱۸ز کې د [ملاریا] ۱۱،۰۸۸ [پېښې ثبت شوې وې]، په ۲۰۱۹ز زموږ د اقداماتو، منډو او کار له وجې دا تعداد ۷،۱۳۱ ته [ښکته شو] او په ۲۰۲۰ز کې ۳،۱۵۲" پېښې ثبت شوې وې.
خو ډاکتر عمر نسیم وايي، یوازې حکومتي اقدامات کافي نه دي بلکې خلک هم باید پوره احتیاط وکړي.
دی وايي، خلک باید هېڅ ځای پاکې او ناولې اوبه ډنډېدو ته پرې نه ږدي، ځکه چې د ډېنګي ماشی په پاکو اوبو کې ژوند کوي نو ځکه د کور د اوبو زخیره کولو لوښي او ډیګۍ یا ټینکۍ باید سرپوښ ولري.
ډاکتر نسیم زیاتوي، له دې علاوه، متوازن خواړه خوړل خورا اړین دي ځکه چې که د وجود طبیعي مدافعتي نظام پیاوړي وي نو بیا د کووېډ-۱۹ په ګډون له وایرسونو، بیکټیریا او پلازموډییمونو څخه د پېښېدونکو نورو ناروغیو پر وړاندې سم او اغېزناکه غبرګون ښوولای شي.
د فېسبوک تبصرې