چین وايي، امریکا ته یې امر کړی چې د چین په جنوب لویدیځ ښار چېنګدو کې خپله قونسلګري وتړي.
د چین بهرنیو چارو وزارت د جولای پر ۲۴مه په یو بیان کې ویلي، دا د امریکا "نامناسبو کړنو ته یو قانوني او ضروري ځواب" دی.
چین دا ګام تر هغې وروسته اخیستی چې امریکا د روانې اوونۍ په پیل کې د ټیکسس ایالت په هیوسټن ښار کې د چین قونسلګرۍ تړلو امر وکړ.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې مورګن اورټېګس د جولای پر ۲۲مه وویل، دا کار د امریکایانو د فکري شتمنیو (انټېلېکچول پراپرټي) او شخصي معلوماتو "ساتنې" په موخه کوي.
د بیجنګ په بیان کې ویل شوي چې د چین او امریکا په اړیکو کې اوسنۍ ترینګلتیا هغه څه نه دي چې یې غواړي بلکې په وینا یې د دې ذمه وار واشنګټن دی.
په چېنګدو کې د امریکا د قونسلګري پر ووبپاڼه لیکل شوي چې دا قونسلګري پر ۱۹۸۵ز کال پرانیستل شوې او شاوخوا ۲۰۰ کسان پکې کار کوي چې ورڅخه یې ۱۵۰ سیمه ییز کارکوونکي دي.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پامپېو د جولای پر ۲۳مه، د امریکا پر ملګرو هېوادونو غږ وکړ چې د چین کمونیسټ ګوند د هغو هیلو او ارمانونو پر وړاندې "یو موټی" شي چې ځان په نړۍ کې "تر ټولو لوړ" بولي.
د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکي د سوداګرۍ، فکري شتمنیو حقونو، پېنځه جي ټېکنالوژۍ او بشري حقونو په ګډون د یو شمېر موضوعاتو له وجې وار له مخه ترینګلي ول چې روان کال د کورونا وایرس وبا له وجې یې تعلقات نور خراب شول.