په داسې حال کې چې د کرمې ولس په سیمه کې دامنیت پرځآي کولو غوښتنه کوي، په سیمه کې د تشدد پیښې روانې دي او د نومبر په ۵ مه په بګن کې د مسافرو په ګاډي په وسله وال برید کې دوه کسان وژل شوي دي. چارواکي وايي چې په کرمه کې یې د امنیت لپاره د سیمې د ولسي او سیاسي مشرانو په شریکه کار کوي. پوښتنه داده چې په سیمه کې د امنیت وضع ولې خرابه ده او دې د خلکو ژوند ژواک څومره اغیزمن کړی دی؟ نن د کرښې په غاړه کې په دغه موضوع بحث کوو.
کورمه ولې له ناامنیو سره مخامخ ده؟
په کورمه کې يو وار بیا د ناامنۍ پېښې زیاتې شوې دي. په دې وروستیو کې د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ د شویو نښتو له کبله د دې سيمې زیاتره لارې تړل شوې وي. تر دې وړاندې هم په وار وار دغسې پېښې شوې دي چې د حل لپاره يې جرګې هم جوړې شوې دي، خو د کم وخت لپاره په سيمه پرامنه شي خو بیا داسې يوه پېښه وشي چې ورسره زړه شخړه بیا تازه شي. داسې ولې کېږي؟
برخې
-
دسمبر ۱۷, ۲۰۲۴
پر ارمي پبلک سکول د برید عدالتي راپور ولې نه په ډاګه کېږي؟
-
اکتوبر ۰۸, ۲۰۲۴
پي ټي اېم وايي پر بنديزونو سربېره به "د پښتنو قامي عدالت" جوړوي
-
سپټمبر ۱۰, ۲۰۲۴
د لکي مروت پولیس ولې په احتجاج دي؟