د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې د نوې کابینې وزیران وټاکل شول


په پاکستان کې د حکومتي لګښتونو د کمولو او د بیورو کراسۍ د نظام د وړوکوالي لپاره نوې وړې کابینې سوګند پورته کړی دی.
په کابینې کې زیاتره وزیران له پخوانۍ کابینې راغلي دي چې د روانې اوونۍ پر مهال یې استعفا ورکړې ده. د سوګند د پورته کولو پر مهال په غونډه کې د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري او وزیراعظم یوسف رضا ګیلاني هم ناست ول. د غونډې پر مهال ۲۲ کسانو د وزیرانو په توګه سوګند پورته کړ او لا تر دې دمه دا نه ده مالومه چې ایا همدا به د وزیرانو وروستی شمېر وي او که نه؟ مهم وزارتونه لکه د مالي چارو وزارت، د کورنیو چارو او د قانون وزارتونه له پخوانیو وزیرانو سره دي. په پخوانۍ کابینې کې ۵۴ وزیران ول او د مخالفو ډلو غوښتنه وه چې په پاکستان کې دې وړه کابینه کار وکړي.
XS
SM
MD
LG