د امریکا ولسمشر بارک اوباما پریکړه کړې چې د اسامه بن لادن د مړي عسکونه به نه خپریږي. ولسمشر ویلي دا پریکړه یې ځکه کړې چې په دې سره ه د امریکایانو پر ضد تشدد پارولای شي او کیدای شي چې ځیني ډلې د امریکايي ضد پروپاګندې لپاره کار ځیني واخلي .
ولسمشر اوباما په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي چې د اسامه بن لادن د جسد د (ډي ان اې) ازموینه وشوه او نور پدې کې هیڅ شک نسته چې د پاکستان په ایبټ اباد کې د خاصو امریکايي ځواکونو په عملیاتو کې په خپله اسامه بن لادن وژل شوی دی.
ولسمشر اوباما زیاته کړې چې د القاعده ترهګرې شبکې دوژل شوي مشر تصویرونو خپرولو پر پایلو يې د دفاع او بهرنیوچارو له وزیرانو او د ملي امنیتي ادارې له چارواکو سره خبرې وکړې او دې نتیجې ته ورسیدل چې دا کار د امریکا ملي امنیت ته لوی ګواښ او خطر راڅیرمه کولای شي .
د سپینې ماڼۍ یوه ویاند جې کارني پدې اړه چې د نړۍ په ځيني هیوادونو لکه پاکستان کې خلک د اسامه بن لادن د وژل کیدو د خبر په ریښتینولۍ باور نه لري وویل،” حقیقت دا دی چې موږ نړیوال عکس العملونه څیړلي دي . پدې کې هیڅ شک نشته چې بن لادن وژل شوی دی . په دې کې د القاعده غړي هم شک نه لري . موږ فکر نه کوو چې د یوه عکس خپریدل به په دې کې څه خاص تغیر راولي . البته ، داسي خلک به وي چې د دې حقیقت له منلو انکار کوي خو مهمه دا ده چې څوک به نور پردې ځمکه د بن لادن پل ونه ویني٬٬
ولسمشر اوباما ویلي، اسامه بن لادن ته د خپلو کړنو سزا ورکړل شوه. البته تردې خبرو مخکې داسې انګیرل کیده چې ښايي امریکايي سرچینې د اسامه بن لادن دمړي لږترلږه یو عکس خپور کړي .
د سپینې ماڼۍ ویاند جې کارني وویل ، نه یوازې دا چې د اسامه بن لادن د مړي عکسونه به نه خپرېږي بلکه دا پریکړه هم شوېده چې سمندر ته د هغه د مړي اچولو ویډيو به هم نه خپریږي . دا ویډيو ولسمشر بارک اوباما ته استول شوې ده .
سره له دې چې په اسلامي نړۍ کې د اسامه بن لادن د وژل کیدو خبر ډیر نه دی غندل شوی خو د سپینې ماڼۍ ویاند جې کارني ویلي د واشنګټن دا کار به له اسلامي نړۍ سره د امریکا د اړیکو د ښه کولولپاره د ولسمشر اوباما پر هڅو زیات منفي اغیز ونه لري .”زموږ دا هڅې له پامه نه شي غورځول کیدای چې د اسامه بن لادن له مړي سره د اسلامي اصولو او قواعدو پر اساس چلند وکړو . البته د هغه له مړي سره په دومره درناوي چلند شوی چې اسامه د سپټمبر د یولسمې د پیښې قربانیانو ته نه درلود.٬٬
دا چې سپینه ماڼۍ غواړي د اسامه بن لادن د مړي عسکونه پټ وساتي د دې پیښې په اړه د سوالونواوبحثونو د پای معنی نه لري . په امریکا کې د معلوماتو د ازادۍ یو شمیر قانون پوهان وايي چې کیداي شي ځینې ادارې لکه مطبوعاتي چینلونه د دې قانون په رڼا کې د امریکا د حکومت پر وړاندې ودریږي .
پردې اساس ، له سپینې ماڼۍ پرته د امریکا ټولې حکومتي ادارې د قانون په چوکاټ کې د اسنادو ، عسکونو او ویډيوګانو خپرولو ته مجبوره کیداي شي . امریکايي ژورنالیستان ډير کله داسې پټ او مهم حکومتي اسناد د معلوماتو د خپرولو د ازادۍ د قانون په مټ تر لاسه کوي .