د پاکستان د سېند په مرکز کراچۍ کې د امن راوستو لپاره وفاقي حکومت د انتظامي ګامونو پورته کولو منظوري ورکړې ده.
په دې ترځ کې حکومت د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري ته، له سیاسي مشرانو سره د خبرو اترو واک سپارلی دی. په اسلام اباد کې د مشال راډیو د خبریال له وینا سره سم، په ولسمشریزه ماڼۍ کې درې د اوچتې پایې غونډې وشوې او د کراچۍ پر حالاتو غور وشو. په غونډو کې د سېند صوبې د واکمنو پیپلز، عوامي نیشنل، مسلم لیګ فنکشنل ګوندونو وزیرانو ګډون وکړ. د درې واړو غونډو مشري د پاکستان وزیر اعظم یوسف رضا ګیلاني، او ولسمشر اصف علي زرداري وکړه. په کراچۍ کې د مشال راډیو خبریال وايي، له دوشنبې تر پنجشنبې پورې په دې ښار کې ۳۴ کسان وژل شوي دي. د ښار سرجاني ټاون، سایټ او د لانډي سیمې له بد امنۍ زیاتې متاثره شوې دي.