د ملګرو ملتونو امنيت شورا سفارتکاران وايي چې دوی د سوريا پر روان تشدد پريشانونکي معلومات ترلاسه کړي دي.
امنيتي شورا ته د چارشنبي په ورځ د ملګرو ماتونو مرستیال عمومی سکریټري اسکر فرننډيز تارانکو د بندو دروازو شاته مالومات ورکړو.
د برتانییا سفارتکار فلپ پرهم وايي چې د ملوماتو ترمخه په شام کې تراوسه پوري خوا و شا ۲۰۰۰ ولسي وګړي وژل شوي ۱۳۰۰ نيول شوي، په زرګونو خلکو کډې کړي او په زرګونو په ترکیې کې پناه اخستي ده.
د برتانيیا سفارتکار زياته وي که چری د شام ريژیم د بشری حقوقو نه سرغړونه بنده نه کړه نو امنيت شورا به په نور ګامونو اخستو غور وکړی.
په ملګرو ملتونو کې د امريکا سفيره سوزان رایس وایي چې واشنګټن اوس په دي خبره باور لري چې شام به د ولسمشر بشار الاسد بغير يو غوره ځای وي، ځکه چې دوی خپل قانوني حيثيت بايللی دی.
په ملګرو ملتونو کې د شام سفير بشار جعفری ددي ملوماتو غندنه کړېده او دا ناسم بللي دي. دوي د شام ناارمي د برتانييا له بلوو سره پرتله کړېده .