ایران ویلي له عراق سره پر پوله یې په یوه برید کې ۳۰ کورد یاغیان وژلي یا ژوبل کړي دي.
د هېواد دولتي خبري اژانس ایرنا د کرنل حمید احمدي له خولې وايي: (( د انقلابي ساتونکو ځواکونو د جمعې راهسیې تر اوسه د کوردستان د ازاد ژوند د ګوند ۳۰ غړي وژلي یا ژوبل کړي دي.))
پي جاک د تورکیې میشتي پي کې کې ګونده یو شاخ دی .او پر هغوی هم په دا نژدو اونیو کې تورکیې هوايي بمبارۍ کړې دي. شاهدان او ځايي چارواکي وايي د قندیل په غرونو او د عراق په سونې کلي کې جګړې شوې دي. عراقي چارواکي وايي پر پوله د روان تاوتریخوالي پرمهال یوه ایراني سرتېري یو ځوان شپون وژلی دی.