په افغان پلازمېنه کابل کې د امریکا سفارت وايي یوه افغان کارکوونکي د ډزو په پېښه کې یو امریکايي وګړی وژلی او بل یې ژوبل کړی دی.
د سفارت د ویاند ګېون سنډوال له وینا سره سم، پېښه د سفارت د ودانۍ په یوه برخه کې شوې ده.
نوموړی وايي د پېښې پر مهال افغان کار کوونکی هم ووژل شو. سنډوال وايي پېښه د یکشنبې په شپه شوې ده.
د ده په خبره، (( د برید د ارادې په اړه تر اوسه پلټنې روانې دي.)) د سفارت د دې برخې په اړه باور دی چې د امریکا د استخباراتو مرکزي اداره سي آی اې یې استعمالوي. سي آی اې په دې پېښې له خبرو کولو انکار کړی دی.