د لاسرسي ځای

تازه خبر

شامي پوځ په تېرو درو ورځو کې درې زره کسان نیولي دي


د بشري حقونو کارکونکې وایي، د شام پوځ په تېرو درو ورځو کې څه باندې درې زره کسان قيد کړي دي ، ياد شوی ښار په دې وروستيو کې د سختې جګړې وروستو حکومتي پوځونو بيا خپل کنټرول کې اخستي دي.

د بشري حقونو ځايي کارکونکې وايي رستان ښار د اتوار په ورځ حکومت خپل کنټرول کې اخیستي وو ، په ښار کې اوس جګړه ولاړه ده، دوی وايي په دې کې په لسګونو کسان وژل شوي دي.

د بشري حقونو کارکونکې زياتوي په راستان کې د جګړي له وجې د شام پوځ د هغه سلګونو پوځيانو خلاف جنګيږي چي له دوی څخه جدا شوي او د حکومت ضد هغه مظاهره چيانو سره ملګري شوي دي ، چې د صدربشارالاسد له خپلي څوکۍ څخه لري کول غواړي.

په راستان کې نښتې يو له هغو بدترينه نښتو نه دي چي په دغه هيواد کې د مارچ په مياشت کې د صدر بشارلاسد پر ضد د راپورته شوي پاڅون وروستو تر ستر ګو کېږي او انديښنې راپورته شوي چي شام هم د ليبيا په طرز د خانه جنګۍ په لور راوان دی.
XS
SM
MD
LG