د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې په زور او یا د قران پاک سره د نجونو د ودولو خلاف قانون سازي


په پاکستان کې په زور او یا د قران پاک سره د نجونو د واده خلاف قانون سازي
په پاکستان کې په زور او یا د قران پاک سره د نجونو د واده خلاف قانون سازي

په پاکستان کې د ښځو په زور یا د قران پاک سره د واده کولو او دا شان د جاییداد نه د محرومولو خلاف د دغه هیواد قامې اسمبلۍ یو قانون منظور کړی، چې له عمله به یي اوس د داسې کولو په جرم کې د قید سزه او جرمانه لګول کیږي.


د دغه قانون وړاندې کونکي دنیا عزیر مشال ریډیو ته وایي، اوس به څوک داسې نه وایي ، چې ګنې دغه یی کورنۍ مسله ده.


د پاکستان په سند او جنوبي پنجاب کې اکثره په جاګیردارانه کورنیو کې د لور خور واده د قران پاک سره وشي، چې د یوي جینۍ نه په قران لوظ واخلي چې واده به نه کوي او ټول ژوند به د پلار په کور تیروي. دا شان د هغې جاییداد هم په کور پاتې شي.


اخوا د پښتنو په سیمو او افغانستان کې بیا نجونې په سوره او بدل کې ورکړل کیږي، که څه هم په دغه واده کې د هغوي مرضي وي او که نه.


ددې ترڅنګ د اردن د ملکه رانیا د ژوند حال هم لرو، چې وایی دا کوشش کوي د وطن هر ماشوم یي سکول ته ولاړ شي. هغه په اردن کې د یو شمیر داسې ادارو مشري هم کوي چې مقصد یي خپل ولس او خاص کر ماشومانو ته تعلیم او د ژوند اسانتیوې ورکول دي.
د اردن ملکه رانیا د ملګرو ملتونو د جنرل سیکټري بان کي مون او د ماشومانو سره
د اردن ملکه رانیا د ملګرو ملتونو د جنرل سیکټري بان کي مون او د ماشومانو سره


ددې پروګرام جوړونکي فرخنده وزیر ده.

اړوند

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG