د لاسرسي ځای

تازه خبر

'عوامي نیشنل ګوند به لا نور هم تر فشار لاندې وي'


ژباړه: ګل ایاز، مشال راډیو

سرچینه: ډېلي ټایمز

لیکواله: فرحت تاج

د پاکستان د انګرېزي ژبې په ډېلي ټایمز کې لیکواله فرحت تاج لیکي، د خیبر پښتونخوا وزیر میا افتخار حسین په پېښور کې رابلل شوې جرګې ته خپله وینا کې ښځې د قبایلو له چارو د لرې ساتلو په اړه ویلي: ((نه خو په تاریخ کې، او نه هم په کلتور کې دا خبره شته چې ښځې دې له ټولنیز او کلتوري ژونده لرې وساتل شي.))

افتخار حسین وايي، په دې سیمه کې خپل ستراتیژیک اهداف تر لاسه کولو لپاره په خلکو کې د ښځو پر ضد کرکه پیدا کړل شوې ده.

دی وايي، له قبایلي سیمو به ډېرې ښځې د عوامي نیشنل ګوند استازیتوب وکړي.

لیکوالې فرحت تاج په خپله لیکنه کې د میا افتخار حسین د نورو ډېرو خبرو حواله هم ورکړې ده، او لیکي، میا افتخار حسین وايي، سوله په دوو لارو تر لاسه کېدای شي.

لومړی، خبرې اترې او دویم، پوځي عملیات.

لیکواله لیکي، په قبایلي سیمو کې دا دواړه وکارول شول خو بریا تر لاسه نشوه. او دا ځکه چې دا کار بې مقصده وو. په پوځي عملیاتو کې وسله وال طالبان نه ول په نښه شوي، او په خبرو کې د خیبر پښتونخوا حکومت بهر ساتل شوی وو.

افتخار حسین وايي، له طالبانو سره پاکستان، امریکا او افغانستان د سولې بیلې خبرې کړې پیل کړې دي او د دې انجام به، د لیکوالې په خبره، ناکامي وي. او هغه ځکه چې له دوی سره د سولې د خبرو اترو لپاره تګلار نشته.

میا افتخار وايي، ((باثباته افغانستان، د پاکستان په ګته دی او که څوک دا ګڼي چې په افغانستان کې ترهګري د پاکستان لپاره څه نتیجې نشي را بر سېره کولای، نو هغه خلک تېروتنه کوي او د پاکستان دښمنان دي.))

دې جرګې ته د وینا پر مهال د عوامي نیشنل ګوند صوبايي مشر افراسیاب خټک ویلي: ((که په تاریخي تناظر کې ولیدل شي، نو په قبایلي سیمو کې چې څومرهخ وسله وال مقاومت شوی، هغه ملتپاله بڼه لري. په قبایلي سیمو کې هغه خلک چې مذهبي ول، له باچا خان سره یې نېږدې اړیکي لرل او د برتانیا پر ضد جنګېدل.))

فرحت تاج لیکي، په پېښور کې د قبایلي سیمو په اړه د عوامي نیشنل ګوند دا جرګه ډېره مهمه وه او په پاکستان کې ورته مطبوعاتو ارزښت نه دی ورکړی.

داسې ښکاري، چې په افغانستان کې د پاکستان د اثر و نفوذ تګلاره جوړړونکي یې خوځولي دي. نو ځکه د ایسټیبلېشمنټ سیاسي ګوند ایم کیو ایم، قبایلې سیمو ته د ځانته صوبې حیثیت ورکوو خبره کوي.

فرحت تاج لیکي، یوه خبره ښکاره ده چې عوامي نیشنل ګوند به د ستراتیژیکو اثاثو (وسله والو ته فرحت تاج د پاکستاني ایسټیبلېشمنټ اثاثې وايي) یا د طالبانو لخوا له نورو بریدونو سره مخامخېږي. او د پاکستان ایسټیبلېشمنټ سیاسي ګوندونه به په دوی نور فشار راوړي.
XS
SM
MD
LG