د لاسرسي ځای

تازه خبر

له افغان کلیوالو سیمو د بهرنیو عسکرو د وتو غوښتنه


افغانستان: په غرني ولایت کې د امریکا او پولینډي سرتېرو ګډه ګزمه.۲۲م اکتوبر ۲۰۱۲م کال
افغانستان: په غرني ولایت کې د امریکا او پولینډي سرتېرو ګډه ګزمه.۲۲م اکتوبر ۲۰۱۲م کال
سرچینه: فرانس پریس اژانس

ژباړه: نجیب عامر

د جرمني دفاع وزیر د زیارت په ورځ وویل هغه نه انګیري ، دافغانستان غوښتنه چې د دوه زره څوارلسم پر ځای په دوه زره دیارلسم کال کې دافغانستان د امنیت واګي په خپل لاس کې اخلي،دکوم نوي بدلون لوري ته اشاره کوي.

ټوماس ډي میژیري، فرانس پریس اژانس ته ویلي، افغان ولس مشر حامد کرزی دهغه څه خبره کوي چې له مخکې یې پلان نیول شوی دی، دپلان له مخې د دوه زره دیارلسم کال تر نیمايي پورې دافغانستان د ټولو ولایتونو امنیتي چارې به افغان ځواکونو ته وسپارل شي.

نوموړي زیاته کړه،نو په دواړو صورتونو کې خبره سهي ده که وویل شي چې دا مرحله به په دوه زره دیارلسم کال کې پای ته ورسیږي، خو زموږ مشن به تر دوه زره څوارلسم کاله پورې روان وي.

نوموړي په دې معامله کې په ښکېلو ټولو ډلو غږ وکړو چې خپل دریځ دې په همغږۍ سره په یو ډول روښانه کړي. نوموړي وویل کله چې دداخلي کړن لارې او نړیوالې ټولنې لپاره په پیغام کې توپیر وي، دابه معامله ستونزمنه کړي.

فرانس پریس اژانس لیکي وروسته له هغې چې یو امریکايي سرتیري په افغانستان کې پر ډزو شپاړس ولسي افغانان ووژل او له دې امله ناندرۍ زیاتې شوې نو ولس مشر حامد کرزي، دامریکا ددفاع وزیر لیون پینیټا سره تر لیدو وروسته ، د زیارت په ورځ د جرمني ددفاع وزیر ټوماس ډي میژیري سره د خبرو پرمهال وویل چې ناټو دې د دوه زره څوارلسم په ځای په دوه زره دیارلسم کال کې امنیتي چارې افغان ځواکونو ته وسپاري.

په افغانستان کې د ناټو د یو سل او دیرش زرو سرتیرو په منځ کې د امریکا اوبرتانیا نه پس درېیم لوی نمبر د جرمني دی، چې ډیري سرتیري یې په افغانستان کې جنګیږي. دوی په افغانستان کې د فرورۍ تر پیله پورې څلور زره نهه سوه سرتیري درلودل، خو ددوی نه به پنځه سوه سرتیري په دوه زره دیارلسم کال بیرته ستانه شي.

بل پلو یو امریکايي لوړ پوړي چارواکي چې د لیون پینیټا سره په سفر کې ملګری و ، په دوبۍ کې فرانس پریس اژانس ته ویلي کابل دناټو سره د امنیتي چاروپه لیږد کې موافقې ته رسیدلی او په دې معامله کې څه بدلون نه ترسترګو کیږي.

نوموړي د نوم دنه ښکاره کولو په شرط دا هم وویل ، دم ګړۍ ته ددې خبرې هیڅ اړتیا نه لیدل کیږي چې د انتقال په پلان کې دې څه ډول بدلون راوستل شي، او ولس مشر حامد کرزي د لیون پینیټا سره د خبرو پرمهال داسې کومه غوښتنه نه وه کړې.

دلییون پینیټا ویاند جارج لیټل بل پلو ویلي چې د افغان او امریکايی چارواکو ترمنځ خبرې ګټورې وې او ، ولس مشر کرزي یوازې له کلي والو او لرې پرتو سیمو د بهرنیو ځواکونو د لرې کولو غوښتنه کړې چې داخبره لا د مخکې نه په پلان کې وه.
XS
SM
MD
LG