د ښځو د حقونو لپاره کارکوونکې يوې ادارې د پاکستان په سپريم کورټ کې د جرګې د سیسټم پر ضد غوښتنلیک یا در خواست داير کړی. په دې کې ويل شوي چې په جرګو کې د سورې يا په بدو کې د ښځو د ورکولو ترڅنګ ،نورې غير انساني پرېکړې هم کېږي.
د جرګې د دود په اړه د مشال راډیو خبریال بشیر ګواښ یو څېړنیز رپورټ جوړ کړی دی.
د دې رپورټ په رڼا کې ځینې پوښتنې پیدا کېږي. لکه ایا د جرګې نظام دې ختم شي؟ ایا عدالتونه انصاف ورکولای شي؟ او که نه جرګه ښه نظام دی نو بیا ولې د دې جرګو پر مهال ښځې په بدو کې ورکول کېږي؟
په دې موضوع د مشال راډیو پامیر ساحل له اورېدونکو سره بحث کړی دی چې تاسې یې لاندې اورېدای شئ: