د سندرو امېل خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.
د دې اوونۍ خپرونه د پښتو د ځینو مشهورو زړو فلمونو لیکونکي، شاعر او خبریال یونس قیاسي کار و زیار ته ځانګړې شوې ده.
قیاسي (مونږ یو د خیبر زلمي، پښتو زمونږه شان دی—مونږه پښتانه یو، پر وطن مو ځان قربان دی) سندره هم لیکلې چې تر ننه مشهوره ده.
قیاسي ته سږ کال (۲۰۱۲ز) د پاکستان حکومت د (تمغه امتیاز) په نوم جایزه هم ورکړې ده.
نوموړي د مشال راډیو له هارون باچا سره د یوې مرکې پر مهال، له پښتو فلمونو سره پر تړلیو یو شمېر موضوعاتو خبرې کړې دي.
په خپرونه کې به د پښتو پخوانیو فلمونو خوندورې سندرې هم واورئ.
خپرونه لاندې اورېدای شئ: