د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مستو خیلو د ملک سلطان قاتلین دې ونیول شي




د کورمې قبایلي مشرانو د پاکستان له حکومته غوښتنه کړې چې د تېر خالي په ماځیګر په قبایلي سیمه کورمه اېجنسي کې د مسوزو د قبایلي مشر ملک سلطان قاتلان دې ونیسي او قبایلي مشرانو ته دې حفاظت ورکړي.

د ځايي خلکو په خبره ملک سلطان د تېر خالي/شنبې په ماښام نژدې څلور بجې د کورمې اېجنسۍ په زړه مېله کې د سودا اخیستو وروسته کور ته په لاره وو چې د نامالومه کسانو لخوا ډزې پرې وشوې چې ځای پر ځای ووژل شو.

ملک سلطان د مستو خېل قبیلې مشر او تعلق یې له زړې مینې سره وو. له سدې تحصیله څه نا څه ۴۰ کلو میټره لرې د لمر خاته خوا ته د خیبر اېجنسۍ پولې سره نژدې زړه مېله کې د مسوزي قام مستوخېل اود مېزي قبیلې اوسېږي.

د همدې سیمې یوه ملک اعتبار شاه مشال رېډیو ته په خپلو خبرو کې د پاکستان له حکومته غوښتنه وکړه چې د هغه د وژنې دې پوره پوره پلټنه وشي. هغه زیاته کړه چې د مشرانو وژنه یو زیاتی دی. دده په خبره چې د قامي مشرانو وژل د ملک کمزوري ښيي. او هغه د پاکستان پر حکومت غږ وکړ چې د مشرانو دې حفاظت وکړي. ده وویل پوره تحقیقات دې وشي چې مشران ولې وژل کېږي ددې تر شا د چا لاس او مقصد دی.

په کورمه اېجنسۍ کې دا دریم قبایلي مشر دی چې په یوه وسله وال برید کې وژل کېږي. په سیمه کې د وژل شویو مشرانو پړه وسله وال طالبان پر خپله غاړه اخلي.
XS
SM
MD
LG