د افغانستان د بدخشان ولايت د والی وياند عبدالمعروف راسخ وايي چي ناڅرګنده وسله والو د يوي غير دولتی امدادی اداري دوه بهرنۍ کارکونکې میرمنې سره د دريوو افغان کارکونکو تښتولي دي.
دغو پنځو واړو کسانو د مدیرا موسسې لپاره کار کولو.دا یوه فرانسوۍ موسسه ده چې افغان میرمنو او ماشومانو سره طبي مرستې کوي.
راسخ زياته کړه چې دغه بهرنۍ میرمنې سره د خپلو افغان همکارانو د ياد شوی ولایت د يفتل ولس والي نه رغستان ولس والي ته روان وو چي وتښتول شول.
د تښتول شوو میرمنو په اړه ويل شوي چې یوه افريقایۍ اوبله اروپایۍ ده، خو تر دا مهاله چا ددوی د تښتونې پړه په غاړه نه ده اخیستې.