پښتانه، په نړۍ کې خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.
که څه هم پښتنو څه باندي ۵۰۰۰ کاله وړاندې د افغانستان د بلخ په خوا و شا کې استوګنه خپله کړه او آريايي مدنيت يې جوړ کړی.
خو د وخت په تېرېدو سره پښتنو د نړۍ بېلا بيلو سيمو ته کډوالي وکړه.
په (پښتانه، په نړۍ کې) نننې پروګرام کې به دا واورئ چې پښتنو څه وخت او د څه لپاره هندوستان ته کډوالي وکړه او دغه کډوالۍ د دوی پر ژبه او کلتور څه اغېز کړی دی؟
دا پروګرام ستاسو لپاره احمد شاه اعظمي جوړ کړی.
خپرونه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ: