د افغانستان په هلمند ولايت کې د ماين په يوه چاودنه کې څلور تنه ملکيان ووژل شول.
د هلمند ولايت مطبوعاتي دفتر وايي دغه پېښه پرون په واشېر ولسوالۍ کې شوې او يو موټرسايکل چې د يوې کورنۍ څلور تنه غړي ورباندې سپاره وو، پر هغه ماين وربرابر شو، چې د وسلوالو طالبانو له خوا ښخ شوى و.
اعلاميه زياتوي، څرنګه چې طالبانو د جګړې قوت له لاسه ورکړى، ځکه نو پر لارو ماينونه ښخوي چې اکثره وخت دغه ماينونه د بېګناه خلکو ژوند اخلي.
په دې اړه تر دې ګړۍ د طالبانو نظر مخې ته نه دی راغلی.