اتحادی ځواکونه وايي د افغانستان په ختیځ کې تیره ورځ یوې بمي چاودنې د دوی ۶ سرتیري وژلي دي.
له دې وړاندې نړیوالو ځواکونو د افغانستان په جنوب کې د خپل یوه سرتیري د وژل کیدو خبر ورکړی وو.
په تیرو دو ورځو کې اته نړیوال سرتیري په افغانستان کې وژل شوي او دا اونۍ په دغه هیواد کې د بهرنیو سرتیرو لپاره خونړۍ بلل شوی دي.