د امریکا ولسمشر باراک اوباما په اسلامي هیوادونو کې د جمهوریت لپاره د مبارزه کوونکې حوصله ستایلې ده.
د روژې د پیل پر مهال په یو پېغام کې ولسمشر اوباما ویلي دي چې د دې کال روژه په منځني ختیځ او شمالي افریقا کې د هغو فعالینو لپاره یو ځانګړی پیغام لري چې په حوصله ناکه توګه ډیموکراسۍ او شخصي ازادي تر لاسه کوي.
د هغه په وینا، دا پیغام د هغو لپاره هم دی چې تر اوسه لا د خپلو نړیوالو حقوقو د تر لاسه کولو لپاره هلې ځلې کوي.
امریکايي ولسمشر هوډ څرګند کړی دی چې هیواد به یې د هغو خلکو تر شا ولاړ وي چې د داسې نوبت په لټه کې دي چې د خپل تقدیر پرېکړې په خپله وکړي، بې له وېرې او تشدده ژوند وکړي او په ازاده توګه د خپلې عقیدې پېروي وکړي.
د منځني ختیځ په زیاتره هیوادونو کې د روژې میاشت د جمعې له ورځې پیل شوه.