د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اسامه بن لادن د وژلو نوې کیسه


اسانه ورځ نه وه ( No Easy day ) نومي کتاب به راتلونکې اونۍ بازار ته راشي، که څه هم د عسکر نوم ميټ بيسونټ دی خو د کتاب لپاره د لیکوال په توګه یې خپل نوم په مارک اوون اړولی دی .
اسانه ورځ نه وه ( No Easy day ) نومي کتاب به راتلونکې اونۍ بازار ته راشي، که څه هم د عسکر نوم ميټ بيسونټ دی خو د کتاب لپاره د لیکوال په توګه یې خپل نوم په مارک اوون اړولی دی .





د امريکا د ځانګړو ځواکونو يو عسکر د القاعدې د مشر اسامه بن لادن د وژونکو عملياتو د سترګو ليدلی حال په يو کتاب کې بيان کړی دی.

اسانه ورځ نه وه ( No Easy day ) نومي کتاب به راتلونکې اونۍ بازار ته راشي، که څه هم د عسکر نوم ميټ بيسونټ دی خو د کتاب لپاره د لیکوال په توګه یې خپل نوم په مارک اوون اړولی دی .

د امريکا خبري اژانس ايسوسي ايټډ پريس د کتاب يوه کاپۍ په پيسو اخستې او ځيني برخي يې په يو رپورټ کې بيان کړي دي.

خبري اژانس ایسوشيېيټډ پريس وايي د ځانګړو ځواکونو پخواني عسکر ميټ بيسونټ په خپل راتلونکې کتاب د اسامه بن لادن د وژلو د سترګو ليدلی حال لیکلی چې د اوبامه د انتظاميه لخوا له ورکړل شوي تفصيل سره تضاد لري.

د اژانس په خبره د عملياتو وروسته امريکايې چارواکو ويلي ول پر اسامه بن لادن هغه وخت ډزي وشوي کله چې يې د وسلې د را اخستو لپاره د کوټې پر لور منډه کړه.

خو په عملياتو کې برخه اخستونکی عسکر ميټ بسونټ وايې، ځانګړو ځواکونو اسامه بن لادن په يوه تياره دالان کې وليدلی او سربيره پردې، ويلای نشي چې هغه وسله درلوده او که نه خو ورباندي ډزی وشوې.

ليکوال وايې، د عملياتو پر وخت د ځانګړو ځواکونو یو عسکر په پښه ويشتل شوې يوې ښځي مرهم پټي کوله، دلته بل منظر دا وو چې يوې مور خپل ماشوم په غيږ کې نيولی وو او يوې پيغلې نجلۍ بيا د وژل شوي کس پيژندګلوي د اسامه بن لادن په توګه وکړه.

خبري اژانس بيا په افغانستان او عراق کې د ځانګړو ځواکونو لخوا د شوو لسګونو عملياتو ذکر کوي چې پکې د ډزو تبادله به په سکينډونو کې پای ته ورسيدله خو د بيسونټ په وينا د اسامه بن لادن د عملياتو پر وخت د کور لوړ منزل ته په ختو کې پنځلس منټه ولګيدل.

دده په وينا دغو پنځلس منټ اسامه بن لادن ته دومره کافي وخت ورکړی چې يا خو ځانمرګۍ جيکټ واغوندي يا بيا وسله راواخلي.

بسونټ وايې د عملياتو پر وخت دی په پوړيو کې د نشانچي شاته روان وو چې په دالان کې يې د هغي وسلې چې شور نه کوي، دوه ډزه واوريدل.

ليکوال زياتوي ده يو کس وليدلی چې د دالان د ښي اړخ له دروازې يې دباندي کتل خو هغه وخت يې ويلی نشو چې آيا په نښه شوی کس په ډزو لګيدلی دی او که نه.

د بسونټ په وينا ويښتل شوی کس په کوټه کې راپورزيدلی وو او کله چې عسکر ورپسې ورغلل نو دی په وينو کې لغړيدی رالغړيدی ، د سر په شي اړخ کې يې سوری له ورايه ښکاريدلی او پر مړي يې دوو ښځو چغي سوری وهلي.

دده په خبره نشانچي دواړه ښځي له لاري وايستلې او يوه ګوټ ته پوري وهلې او د نورو روزل شوو عسکرو په ملګرتيا يې تر هغو يې پر اسامه بن لادن پرله پسې ډزي وکړې تر څو هغه بې حرکته نشو.

ليکوال وايې وروسته دوی له دروازې سره دوه قسمه وسلې ترلاسه کړې چې لا هم استعمال شوې نه وې.

د ايسوسي ايتډ خبري اژانس وايې د اسامه بن لادن پر ضد په عملياتو کې د برخه اخستونکې پخواني عسکر ميټ بسونټ په راتلونکې کتاب کې د ليکل شوو دغو خبرو په اړه د امريکا د ملي امنيت د شوری وياند ټومي وټر د سه شنبې تر ناوخته پوري خپل دريځ ورنکړی.

XS
SM
MD
LG