د پښتنو یو مخور ملتپالی سیاسي مشر محمد افضل خان لالا وايي چې ملاله په ویشتلو نه مري بلکې دغه ډول بریدونه د پښتونخوا او پتېره د سوات د اوسېدونکو هوډ او عزم نور هم پخېږي او زیاتېږي.
دی وايي چې په سوات کې لا هم فسادیان ختم نه دي بلکې د هغوی ډلې لا هم فعاله دي.
افضل خان لالا د پاکستان پر ریاستي امنیتي ادارو غږ وکړ چې وسله وال دې له پټو ځایونو راوباسي او دې نیسي.