د پښتنو په سیمه د اوږدې جنګ جګړې او بې قرارۍ سره څنګ په څنګ د امن او سولې لپاره یوه فعاله او څرګنده مبارزه هم دوام لري. خو د دې تحریک په میډیا او د پاکستان او افغانستان په سیاسي او ټولنیز سماجي منظر هغه توجه نه ده ترلاسه کړې، چې پکار ده.
په دې خپرونه کې مېلمانه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د خیبر پښتونخوا صوبايي مشر او د سوات قامي جرګې مشر مختیار خان یوسفزۍ او په پېښور کې د امن تحریک مشر ادریس خان دی.
نن د کرښې په غاړه کې په دغه موضوع بحث کوو. کوربه شاهین بونیرې دی.