پښتانه په نړۍ کې خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.
که څه هم پښتنو د تاريخ په اوږدو کې د نړۍ يو شمېر سيمو او هيوادونو ته کډوالۍ کړي دي خو زيات شمېر پښتنو هغه وخت خپله سيمه يا پلرنی ټاټوبی پریښی چې کله له امنيتي ستونځو سره مخامخ شوي دي.
پښتانه په نړۍ کې روان پروګرام کې به واورئ چې پښتانه د اروپا په لويه وچه کې د کومه راهيسي ژوند کوي او ژبه او کلتور يې په څه حال کې دي؟
په پروګرام کې به دا هم واورئ چې اروپايي اتحاديه څنګه او په څه ډول رامنځ ته شوه؟
دا پروګرام ستاسو لپاره د مشال راډيو همکار احمد شاه اعظمي جوړ کړی چې تاسې یې د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ: