د خیبر پښتونخوا د سوات ملالې یوسفزۍ پلار وايي، د هغو ټولو خلکو مننه کوي چې د ده د لور ملاتړ یې کړی او پر هغې یې د حملې غندنه کړې ده.
پرون د نومبر پر اتمه نېټه د برتانییا له ملکه الېزبېت روغتونه په خپور شوي ویډیويي پیغام کې ضیاء الدین یوسفزي ویلي، هغه کسان چې د ملالې د روغتیا له پاره یې دوعا کړې، دی یې مننه کوي:
((د هغې غږ د پاکستاني ولس او د نړۍ د ټولو هغو ماشومانو اواز دی چې له تعلیمه بې برخې پاتې دي. ملاله او د بشري حقونو ښځینه فعالانو غږ باید په سنجیدګۍ او مخلصانه ډول واورېدل شي.))
یوسفزي وویل، د لور روغتیايي وضع یې په ښه کېدوه ده.