د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ۲۰۱۲م کال په نړۍ کې جمهوریت



د اکانومسټ مجلې د استخباراتو څانګې ــــــ په ۲۰۱۲ م کال کې په نړۍ کې د جمهوریت په حیثیت خپل کالنۍ راپور خپور کړی دی .


تېر کال د نړۍ په هغه ډیرو برخو کې چرته چې حکومتونو د خلکو حقونه تر پښو لاندې کول جمهوریت ډیرې ګټې کړې دي خو په عمومي توګه جمهوري مزل مخ پر وړاندې نه دی تللی .

د اکانومسټ مجلې د استخباراتو څانګې ــــــــ د نړۍ د ۱۶۵ هیوادونو کې د جمهوریت د حیثیت جایزه اخستې ده او دې نتیجې ته رسیدلې چې د نړۍ د ټولو نه جمهوري هیوادونه ناروې، آیس لینډ، سویډن او ډنمارک ډي چې په سکېنډینیویا کې دي. په راپور کې راغلي چې د نړۍ په نیمو هیوادونو کې جمهوریت په څه نا څه شکل کې وجود لري خو یوازی ۱۵ فیصده هیوادونه داسې دي چرته چې مکمل جمهوریت دی او د نړۍ د قامونو په دریمه برخه ټولواکه حکومتونه دي.

راپور کې لیکل شوي په مغرب کې ځني هیوادونه د خپل مینځي سیاسي جګړو، د خلکو له خوا په جمهوري عمل کې د برخې نه اخستلو، او د قامي امنیت ساتلو په بهانه په بنیادي ولسي ازادیو د پابندیو له کبله د خپلو جمهوري ادارو د قایم ساتلو لپاره له ډیر کړاؤ سره مخ دي. د مثال په توګه په دغه فهرست کې امریکه په ۲۱ م ځاي ده.

ددغه سره سم ـــ د اقتصادي بحران له کبله د نړۍ په ځینو برخو او په خاص توګه په اروپا کې د ولس په جمهوریت باور کمزوری شوی دی.

راپور کې لیکل شوي ـــــــ چې تر ټولو څرګند بدلون د مینځني ختیځ او شمالي افریقا په هیوادونو کې لیدل کیږي . د ۲۰۱۱ م کال نه تر ۲۰۱۲ م کاله په دې سیمو کې درې هیوادونه لیبیا، مصر او مراکش د ټولواکه حکومتونو نه نیمه جمهوري نظامونو ته بدل شو خو دا سیمې اوس هم په نړۍ کې د ټولو ډیر ټوالواکه حکومتونه لري چرته چې بادشاهان ټول واک لري. خو بیا هم په راپور کې د جمهوریت د ودې په اړه ښې هیلې ښودل شوي دي .
XS
SM
MD
LG