د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان راتلونکی حکومت او د طالبانو سره خبرې



د روان کال د مئي په يولسمه نیټه به په پاکستان کی د پارليمان لپاره ټول ټاکني تر سره کیږی، ددغو ټاکنو په نتيجه کي به يو نوی حکومت جوړيږي، ددي نه مخکي په دغه هيواد کي د پاکستان پيپلز ګوند په مشرۍ کي اتحادي حکومت په واک کي و ، د ترهګري پر ضد ددغه حکومت تګلاره د وسله والو پر ضد په پوځی عملياتو مبني وه ، خو پوښتنه دا ده که چيري په پاکستان کي راتلونکي حکومت د هغو ګوندونو جوړ شي چي مخکي په واک کي نه وو ، نو د ترهګرۍ پر ضد به د دوی څه تګلاره وي ، په اسلام آباد کي د پاکستان تحريک انصاف مرکزي ويانده ميرمن ډاکټر شيرين مزاري وايي چې د دوی ګوند په پاکستان کی د ترهګرۍ پر ضد درې اړخيزه تګلاره لري :

(( په دغو کي ، غير متعلقه کول، يوازي کول ،او دريمه ده ، د مينځه وړل، ځکه چي موږ غواړو چي ړومبی ټول ولس ته مکمل تحفظ ورکړل شي ، او د هغوی په حکومت باور بحال کړل شي ځکه چی ترهګر ځان له پټ ځايونه نه لري بلکي د ولس تر شا پټيږي نو هغوي یوازي کول ضروری دي ، بله دا چي هغه وسله والي ډلي په خاصه توګه چي کوم د قوم پرستي په بنياد وسله واله مبارزه کوي ، هغوي او هغه نوري ډلي چي ترهګري کوي ، رضا کول ، خبرو اترو ته کينول او د هيواد دننه په عمومي سیاسی عمل کي شاملول به زموږ تګلاره وی .))

په دي وروستيو کي ځيني کورنۍ او نړيوالې نظر پوښتنی ښايي چی کيدای شي راتلونکي مرکزي حکومت د مسلم ليګ نواز ډلي جوړ شي ، په پیښور کي مي د ياد ګوند د مرکزي جنرل سیکرټر اقبال ظفر جګړه نه وپوښتل چی د ترهګرۍ پر ضد د دوی کړنلاره به څه وي ، نوموړی وايي:

(( زموږ د ترهګرۍ پر ضد تګلاره ډيره ښکاره او په ډاګه ده ، ړومبۍ پکار ده چي د پاکستان خارجه تګلاره بدلول پکار دي او د نورو په وينا نه بلکي د ترهګرۍ پر ضد تګلاره جوړولو کي خپلو ګټو ته کتل پکار دي بله دا چي په ترهګرۍ کي ښکيلو ټولو خواوو سره د خبرو اترو لاره اختيارول پکار دي .))

جماعت اسلامي خغه ګوند و چي په ۲۰۰۸م کال کی يې د ټول ټاکنو نه بايکاټ کړی و اوس که چيري دغه ګوند د راتلونکو ټاکنو نه پس په واک کی شي نو د ترهګرۍ پر ضد به ي څه تګلاره وي ، د جماعت اسلامي يو مرکزي مشر لياقت بلوچ واي چي کله هم زور د ترهګري پر ضد ګټه نه ده کړي ، نوموړي زياتوي ،

(( په پاکستان کی موږ په هر ځاي کي د ترهګرو پر ضد پوځی طاقت وکارولو او د هغي نتيجی مو هم وکتې ، او د ډيرو مالي او ځاني زيانو نو له وجي دا ثابته شوه چي پوځي تګلاره غلطه وه ،
که جماعت اسلامي په اقتدار کي راغله نو موږ به خپل ولس ته د باور فضا برابرو، او په کومو خلکو کي چي ډير زيات رد عمل او غصه ده ، د هغوی د غصې د سړولو او د امن په لړۍ کي د پییلو لپاره به هغوي سره موږ د خبرو اترو لاره اختياروو .))

په لاهور کي مې څيړونکي او خبر يال زاهد حسين نه وپوښتل چی تحريک انصاف، مسلم ليګ او جماعت اسلامي وايي چي د وسله والو طالبانو سره خبرې اترې په پاکستان کي ترهګري ختمولی شي ، ايا دا ممکنه ده؟ نوموړي واي:

(( دوی سره مخکې هم مذاکرات شوي دي او د پاکستان په بيلا بيلو برخو کي پينځه يا شپږ لوظنامي هم شوي دي خو د هغي خبرو اترو نه پس نتيجه د نوري زياتي ترهګرۍ په صورت کې رامنځته شوې ده ، نو د طا لبانو سره د مذاکراتو کول هغوی نور پياوړي کولي شي او بله خبره دا چې د خبرو اترو ايجنډا به څه وي ؟ هغوي خو په پاکستان کي د شرعي نظام خبره کوي. ))

د زاهد حسین په خبره دغه ټول سياسي او مذهبي ګوندونه په ټاکنو کي د کاميابي لپاره دغه خبره کوي. او ښکاري داسي چې یا خو دوی ويريږي او يا په پټه د دې ګوندونو د وسله والو سره تفاهم شوی دی .
.
XS
SM
MD
LG