د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کندهار کې ځانوژونکی برید ګر وژل شوی دی


د کندهار ولایت چارواکي وايي چې ددې ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې نن یو کس چې د ځان وژونکې حملې نیت یې لرلو د افغان ځواکونو په ډزو کې ووژل شو.
د امنیه قومندانۍ ویاند غورځنګ اپریدي وویل چې په دې پيښه کې یوه ښځه او یو ماشوم ژوبل شوې دي.
د نوموړي په وینا دغه کس تازه له پاکستان نه کندهار ولایت ته رسیدلی و اوغوښتل یې چې په دولتي تاسیساتو حمله وکړي خو پولیسو وپیژنده او هدف تر رسیدو مخکې یې وواژه.
تر اوسه وسلوالو مخالفانو پدې اړه څه نه دي ویلې.
XS
SM
MD
LG