د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان انتخابات: د ووټونو شمېرلو عمل پیل

په پاکستان کې د پارلېماني انتخاباتو له پاره رایه اچونه روانه ده. د رایې اچونې لړئ د شنبې پر ورځ سهار په اته بجې پیل شوه.

په پاکستان کې د پارلېماني انتخاباتو له پاره رایه اچونه پای ته رسېدلې ده. د رایې اچونې لړئ د شنبې پر ورځ سهار په اته بجې پیل شوه چې بې له وقفې به د مازیګر تر شپږو بجو روانه وه.

تر دې وروسته د ووټونو د شمېرلو عمل پیل شوی دی.


د پاکستان انتخاباتو په ترځ کې په ټول هیواد کې سخت امنیتي ګامونه اخیستل شوي ول.

د پاکستان تحریک طالبان د انتخاباتي عمل په نښه کولو ګواښ کړی وو.

۱۲:۴۴ ۱۱.۵.۲۰۱۳

اسلام اباد


دلته د انتخاباتي عمل، د رایې اچونې په اړه د اسلام اباد د خلکو څرګندونې واورئ:


کراچۍ


وا ورئ چې د کراچۍ خلک څنګه ووټ اچوي؟

بنو


د بنو خلک هم نن د ووټ اچولو له پاره راوتلي دي او له مشال راډیو سره یې خبرې کړې دي.

۱۲:۳۴ ۱۱.۵.۲۰۱۳
د لکي مروت په پاخېل تل کې د سیمې مشرانو پرېکړه کړې ده چې ښځې به ووټ نه اچوي.
۱۲:۲۷ ۱۱.۵.۲۰۱۳
دلته د هنګو، کورمې او اورکزو د ووټرانو څرګندونې واورئ:

۱۲:۲۳ ۱۱.۵.۲۰۱۳
په كوز دير کې په اين څلور نوي او ااين اي څلور ديرشم باندی د سياسي ګوندونو ترمينځ غير رسمي معاهده شوي چي له مخې به يي ښځي ووټونو اچولو ته نه پريښودل کيږي.

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG