د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان انتخابات: د ووټونو شمېرلو عمل پیل

په پاکستان کې د پارلېماني انتخاباتو له پاره رایه اچونه روانه ده. د رایې اچونې لړئ د شنبې پر ورځ سهار په اته بجې پیل شوه.

په پاکستان کې د پارلېماني انتخاباتو له پاره رایه اچونه پای ته رسېدلې ده. د رایې اچونې لړئ د شنبې پر ورځ سهار په اته بجې پیل شوه چې بې له وقفې به د مازیګر تر شپږو بجو روانه وه.

تر دې وروسته د ووټونو د شمېرلو عمل پیل شوی دی.


د پاکستان انتخاباتو په ترځ کې په ټول هیواد کې سخت امنیتي ګامونه اخیستل شوي ول.

د پاکستان تحریک طالبان د انتخاباتي عمل په نښه کولو ګواښ کړی وو.

۱۵:۳۱ ۱۱.۵.۲۰۱۳
د پاکستان د انتخاباتو کمېشن رسنيو ته ويلي چې تر اوسه پورې له ۲۰ څخه تر ۲۵ فيصدو پورې خلکو رايې اچولي. د رايه ورکوونې بهير نن اته بجې پيل شو او تر پنځو پوری به دوام لري . د پاکستان په شپږ شپیته کلن تاریخ کې دا لومړی ځل دی چې واک له یوه جمهوري حکومته د انتخاباتو له لارې بل جمهوري حکومت ته انتقالیږي.

د قامي اسمبلۍ له(دری سوه دوه څلويښت) څوکيو کې نن د دوه سوه نهه شپېته او د صوباۍ اسمبليو( اووه سوه يويشت) ۷۲۱ څوکيو لپاره انتخابات کيږي. د قامي اسمبلۍ پر دريو او صوبايي اسمبليو پر شپږ سيټونو انتخابات ځنډول شوي دي.

د اليکشن کميشن له مخې د انتخاباتو لپاره شا و خوا اته کروړه او څه کم دوه شپېته لکه وټونه رجسټر شوي دي .

د انتخاباتو کمیشن مشر فخرالدين جي ابراهيم نن رسنيوو ته وويل:

په انتخاباتي کمپېن کې شا و خوا د تشدد څه باندی اوو اويا پيښې شوي دي چې په کې لږ تر لږه ۱۱۵ کسان وژل شوي او (دری نيم سوه) ۳۵۰ ژوبل شوي دي.چې د زياتره پړه وسلوالو طالبانو منلی .
۱۵:۲۹ ۱۱.۵.۲۰۱۳
د متحده قومي مومنټ يو مشر غړي فاروق ستار نن په يو خبري کنفرنس کې دعوه کړي چې د کراچۍ ښار د رايو ورکولو په ځينو مرکزونو کې درغلي روانه ده او ځينو حلقو کې جعلي ووټونه اچول کيږي.

فاروق ستار له پاکستانیو رسنیو هم غوښتنه وکړه چې د ځینو خاصو ګوندونو له پاره دې په ځانګړي انداز کیمپېن کول پريږدي. بل خوا جماعت اسلامي ګوند کراچۍ او حيدر اباد کې د انتخاباتو بايکاټ اعلان کړی.

خو بل خوا پاکستان ته تللي د يورپي يونين د څارونکو له ډلې څخه مايکل ګاهلر وايي: ((که موږ د دې کال او تيرو کلونو انتخاباتو ته وګورو نو ويلی شو چې اوس ډيره بهتري راغلي. زموږ د څارونکو او نورو اړونده چارواکو او د انتخاباتو برخه والو هم همدا نظر دی. اوس د تيرو پنځو کلونو په نسبت رسنۍ هم ډيرې شوي. تر اوسه د پراخه درغليوو او رايه ورکوونو د جعلي مرکزونو په اړه هم بحث نشته. نو بهتري له ورايه ښکاري.))
۱۵:۱۰ ۱۱.۵.۲۰۱۳
په سوات کې پوځ هم امنیت ساتي
په سوات کې پوځ هم امنیت ساتي
۱۴:۴۷ ۱۱.۵.۲۰۱۳
په بنو کې یو سړی ووټ اچوي.
په بنو کې یو سړی ووټ اچوي.

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG