ډان ورځپاڼه لیکي، د اېبټ اباد کمېشن رپورټ د اسامه بن لادن په اړه د مالوماتو خزانه ده. په دې رپورټ کې راغلي چې د القاعده یو غړی خالد بن عطش په ۲۰۰۲ز کال کې له کراچۍ نیول شوی وو. پر ده د سېپټېمبر ۱۱مې او په افریقا کې پر امریکايي سفارتونو په حملو کې د لاس لرلو تور وو. عطش اصلاً د یوه کس نوم اخیستی وو او د هغې په اساس امریکا اسامه بن لادن ته ورسېده.
ډان ورځپاڼه لیکي، عطش امریکایانو ته د ابو احمد علي کوېتي په نوم یوه کس یاد کړی وو. ابو احمد په کوېت کې زېږېدلی وو خو له نسله پاکستانی وو. امریکا کوېت ته ویلي ول چې د ده په اړه دې مالومات ورکړي. کوېتي استخبارات په دې کې نه ول بریالي شوی چې د ده په اړه تفصیل پیدا کړي.
ورځپاڼه د اېبټ اباد کمېشن رپورټ په حواله لیکي، د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۰ز کال په منځ کې امریکايي استخباراتي ادارې سي آی اې پاکستان ته د ټیلي فون څلور شمېرې ورکړې وې او نور یې ورته هیڅ نه ول ویلي. پاکستان ته ویل شوي ول چې د دې شمېرو څار دې کوي.
ورځپاڼه لیکي، دا شمېرې به ډېر وخت بندې وې او سي آی اې د پاکستان استخباراتي ادارې آی اېس آی ته دا نه ول ویلي چې د ټیلي فون دا شمېرې د چا دي.
په رپورټ کې راغلي چې عطش دا خبره په ډاګه کړې وه چې کوېتي اصلاً د اسامه بن لادن ښی لاس دی. دا رپورټ وايي، په ۲۰۰۲ز کال کې چې اسامه سره د خپلو ښځو پېښور ته تللی وو نو کوېتي ورسره وو. له پېښوره اسامه بن لادن سوات ته لاړ او هلته یې له خالد شیخ محمد سره ولیدل. دی بیا وروسته له راولپېنډۍ هغه وخت ونیول شو چې د اسامه بن لادن کورنۍ هري پور ته د لېږدولو هلې ځلې یې کولې.
د کوېتي یو ورور وو چې ابرار نومېږي. ابرار هم له اسامه بن لادن سره په سوات کې یو ځای شوی وو.
کوېتي او ورور يې، له اسامه بن لادن سره په هري پور کې ول. اسامه هلته تر ۲۰۰۵ز کاله پاتې شو. له دې ځایه کوېتي د اسامه اېبټ اباد ته بیولو پلان عملي کړی وو.
ډان ورځپاڼه لیکي، کوېتي په اېبټ اباد کې جعلي شناختي کارډ وکاراوه او ځمکه یې واخیسته. بیا یې هلته لوی کور جوړ کړ او د کور د جوړولو څار یې هم پخپله وکړ. په دې کور کې یو لوی کمپاونډ وو، ورسره تړلې یوه برخه وه، چې په کې کوېتي او کورنۍ یې اوسېده. دا کور درې پوړه یا چته وو. په پورتنیو دوو کې اسامه سره د خپلو درو ښځو اوسېده. په ځمکني پوړ ابرار او کورنۍ یې اوسېده.
ډان ورځپاڼه لیکي، له ۲۰۰۵ز کال راهیسې د دې کور مالیه یا ټیکس نه وو ورکړل شوی خو د پاکستان حکومتي ادارو هیڅ نه ول ویلي. دا رپورټ وايي، د پاکستان شناختي کارډ ادارې نادرا دا اصول چې غیر کمپیوټري کارډ به د ځمکې او جایداد اخیستو له پاره نه کارول کېږي هم تر پښو لاندې کړل شول او د اېبټ اباد کینټونمنټ بورډ، ریوینیو یا ګټې ادارې او نورو ادارو هیڅ پوښتنه و نه کړه.
لکه څنګه چې د پاکستان حکومت د اېبټ اباد کمېشن رپورټ لا نه دی خپور کړی نو مشال راډیو د ډان ورځپاڼې د مقالې جزییاتو کره والی نه شي ضمانت کولای.