د پاکستان وزيراعظم نواز شريف د چارشنبې په ورځ د فاټا له منتخب شوو پارليماني غړو سره په دې سيمه کې د امن او پرمختګ په اړه خبرې اترې وکړې. نواز شريف په سيمه کې د امن د راوستو لپاره له وسله والو سره د خبرو اترو پر کولو ټينګار وکړی او وې وويل چې د دې کار لپاره به د دوی دروازې همېش پرانستې وي.
د پاکستان د واکمن ګوند مسلم ليګ نواز ډلې جنرل سېکرټري اقبال ظفر جګړا وايي چې مذاکرات تل دوی په لومړيتوب کې دي او د طاقت استعمال به په آخر کې کيږي.
(( د هرې مسلې حل مذاکرات دی او که تاسو ته ياد وي نو په ۲۰۰۸م کال کې په قومي اسمبلۍ کې هم يو قرارداد د نواز شريف په غوښتنه شوی و او په هغه کې ويل شوي و چې په کار ده موږ مسلې د مذاکراتو له لارې حل کړو او د طاقت استعمال همېشه د آخري خوښې په طور په کار وي))
له نواز شريف سره د ملاقات پر مهال قبايلي نمايندګانو په فاټا کې د امن راوستو په لړ کې حکومت ته وړانديز وکړی چې په دې پروسه کې دې د پوځي چارواکو رول کم کړل شي. دا چې ولسي حکومت به په خپل سر څومره وکولای شي چې د امن مذاکرات پرمخ بوځي او په سيمه کې امن راولي؟
د پوځي چارو کارپوه بريګيډير ريټايرډ سعد محمد وايي، که څه هم دا د منتخب حکومت کار دی چې ټولې مسلې حل کړي خو نواز شريف بايد د پوځ او استخباراتي ادارو رول له پامه و نه غورځوي.
((له نواز شريف سره مېنډېټ دی او دی په حکومت کې دی. ده ته په کار ده چې له خپل پوځ او استخباراتي ادارو سره کښيني او له دې سره تړلي له نورو خلکو او قبايلي نمايندګانو سره کښيني، د دې يو پلان او سټراټيجي جوړه کړي او هغه دي پارليمنټ ته وړاندي کړي چې پر هغه باندي بحث او مباحثه وشي او بيا دي پر هغه باندي عملداري وشي. نو دا ويل چې له وسله والو سره مذاکرات دي د پوځ تر اغېز لاندي نه وي دا به سمه نه وي. خو زما په خيال موجوده حکومت ته ولس ووټ ورکړی دی او د دوی کار دی چې دا مسله حل کړي)).
د تيرې مياشتې په پای کې د تحريک طالبان پاکستان پخواني وياند احسان الله احسان د يو ويډيويي پېغام له لارې ويلي و چې دوی اوس هم مذاکراتو ته تيار دي خو ولسي حکومت د پوځ تر اغېز لاندي دی او بشپړه واک نه لري.
د قبايلي چارو کارپوه ډاکټر سيد عالم مسود وايي، دا يو ښه وړانديز دی چې د پاکستان ولسي حکومت پخپله ټولې چارې پر مخ بوځي خو د ده په وينا اوس هم د دفاعي او بهرنۍ تګلارو ټول واک د پوځ په لاس کې دی.
((د پاکستان ولسي حکومت لا تر اوسه د دې جوګه نه دی چې په يوازي سر پوځ شا ته کړي او يو شی سر ته ورسوي ځکه چې دا ټولې واګې اوس هم د پوځ په لاس کې دي او د ولسي حکومت په لاس کې هيڅ هم نشته. خو تجويز ډېر ښه دی، چې کله هم ولسي حکومت خپلې مسلې پخپله هوارول شروع کړي او پوځ صرف تر خپلو بېرکونو محدود وي او د ولسي حکومت حکم ته کيني لکه څنګه چې د دوی ډيوټي ده نو بيا به ډيري مسلې هواري شي)).
د پاکستان نوي منتخب شوي حکومت له اولې ورځې راهيسي ويلي دي چې په هيواد کې امن له وسله والو سره د خبرو اترو له لارې راتلای شي او په همدې خاطر يې په نږدې راتلونکې کې ټول ګونديزه غونډه رابللې ده.