له پاکستانه خپرېدونکې جنګ ورځپاڼه کې ليکوال حسن مجتبی ليکې چاته مالومه وه چې یوه ورځ به په سوات کې سکول ته تلونکې یوه وړوکې جینۍ په ټوله نړۍ کې د خپلې مېړانې او له تعليم سره د مينې له وجې مشهوره شي.
ليکوال ليکي چې زه هم څو ورځې مخکې د خلکو په هغه قطار کې ولاړ وم ، چې غوښتل یې د خيبر پښتونخوا د سوات سيمې له ملالې يوسفزۍ سره روغبړ وکړي ، هر کس غوښتل چې د دغې بهادرې جینۍ سره د روغبړ اعزاز تر لاسه کړي.
ليکوال حسن مجتبی ليکي چې ما ته ملاله يوسفزۍ د هغې د همعمرې یهودې جينۍ اين فرېنک غوندی ښکاره شوه، چې د هټلر لخوا په یهودیانو او بیا د هغې په کورنۍ د ظلم کیسه یې په يوه ډايرۍ کې ليکلي وه ، او بیا هغه ډايرۍ کتابي بڼه واخیسته.
د این فرينک دغه ډايري د نړی په ګڼشمېر ژبو کې ژباړل شوې تر ټولو مشهوره لیکنه ده.
حسن مجتبی مخکې ليکې چې اين فرېنک په خپله ډايرۍ کې د فاشستانو او جرمن نازیانو د ظلم تذکره کړې ده ، خو ملالې د ګل مکۍ په نوم خپله ډايري کې د هممذهبو طالبانو د ظلمونو ذکر کړی وو ، ملالې خپله ډايري هغه وخت ليکله کله چې وسله والو طالبانو په سوات د جینکو په تعليم بنديز لګولی وو.
ليکوال حسن مجتبی ليکي چې زما په نظر کله چې طالبانو دغه وړه ملاله يوسفزۍ په تندي وویشتله، نو هم په هغه ورځ دا د طالبانو لپاره د خودکشۍ ورځ وه ، هغه اوس هم ژوندۍ او جوړه ده ، خو طالبانو په خپل وجود ځانمرګی بريد کړی دی.
د ملالې په تندي ګولۍ څه ولګيده ، سم د ریښتياؤ لمر راوخت، او اوس دغه لمر د نړۍ له ټولو جغرافیایي سرحدونو ورتير شوی دی. دا مهال چې ملاله د نړۍ د هر کس د زړه اواز جوړ شوی دی دا د ریښتوني فکر کمال دی، دا د ريښتوني خيال جادو دي.
حسن مجتبی وايي چې د روانې میاشتې په ۱۲مه نېټه د ملګرو ملتونو په جنرل اسمبلۍ کې د وینا پر مهال ملالې وويل، چې طالبان اسلام او پښتانه دواړه بدناموي ، نو هغې ريښتيا ويل هغه ځکه ، چې پښتانه خو د عدم تشدد د علمبردار باچا خان پلویان دي ، او د ليکوال په خبره پښتنو ته له باچا خان وروسته په ملاله فخر په کار دی.
حسن مجتبی ليکي چې دا مهال به دې جنګځپلي ماحول کې له امنه ډک د ملالې آواز د اميد د یوې ډیوې د یو څرک غوندې دی.
ليکوال د خپلی مقالې په پای کې ليکي چې ملاله خو د غني خان، رحمان بابا، خوشال خان خټک او د اجمل خټک د شاعرۍ غوندې ده، چېري به هم نه مري، ځکه چې د ژوند نه منکرو خلکو ماتې وخوړه، او ټوپکمار له ماشومانو وېرېږي.