په پاکستان کې له تېر څه باندې يوې لسيزي راهيسې روان تشدد مختلف شکلونه خپل کړي دي. دخيبر پښتونخوا او قبایلي سيمو خلک د طالبانو او پوځيانو په جګړه کې راګيردي.
په کراچۍ کې پښتانه او نور قامونه په ژبني بنيادونو له تشدد سره مخامخ دي. په بلوڅ ميشتو سيمو کې بلوڅ آزادي غوښتونکي او پاکستانی پوځ په جګړه اخته دي.
خو د دې ترڅنګ د پاکستان په بيلا بيلو برخو کې بيا شیيعه ګان وژل کيږي او ځورول کيږي خو په دې کې د کوټې هزارګان بيا په ځانګړې توګه له تشدد سره مخامخ دي.
کله چې په لاره غير هزاره ووينو نو ناڅاپه بيداره شو چې هسې نه راباندې حمله وکړي. بس په بسم الله ځان تر تيروو. چې کله تير شو نو شکر و باسو چې خدای په خير ترله تير کړو)
( امام زامن يو سپڼسی يا ټوکر وي چې شيعه ګان يې په ښي لاس تړي. دا يو نياز دی. زموږ دا عقيده ده چې که امام ضامن و تړو نو له دې سره به خطره کمه شي. پخوا به يوازې په ودونو کې زوم او ناوې ته امام ضامن تړل کيدلی چې خدای مو مل شه. خو له بريدونو وروسته اوس هر هزاره وګړی امام ضامن په دې نيت تړي چې کيدلی شي خدای مو حفاظت وکړي)
د بلوچستان مرکزي ښار کوټه په مکمله توګه د امنيتي ځواکونو په کنټرول کې ده. يو شمير چېک پوسټونه جوړ کړل شوي دي. خو هزاره خبريال قادر نايل وايي، که څه هم هزارګان فکر کوي چې د دوی ژوند خوندي کول د رياست ذمه واري ده خو بياهم دوی زياته توجه پخپل سر د ځان ساتلو ته ورکوي.
( هزاره ګان د ډیرې ګڼې ګوڼې ځای ته نه ورځي، دوه درې ټيکسيانو کې په يوه ځای نه ځي، چيک پوسټونه جوړ شوي دي چې هزاره ګان ورباندې په رضا کارانه توګه ولاړ وي، سياسي پارټياني هم خپل رضاکار لري. په امام باړو کې غونډې کيږي چې دا خبره بحث کوي څنګه داسې احتياطي تدبيرونه خپل کړل شي چې د حملې يا چاودني په صورت کې لږ تر لږه ځاني او مالي نقصان ورسيږي)
په زرګونه هزارګان د کوټي ښار په علمدار روډ او هزاره ټاون کې اوسيږي. د دوی کړه وړه او شکل و صورت له ورايه مالومېږي چې له هزاره قوم سره تعلق لري. د داود چنګېزي په وينا دوی کوشش کوي چې بې له ضرورته له کوره ونه وځي.
( چې ډير مجبوره نه يو نو بېخي له کوره نه راوځو. که راوځو نو په داسې وخت راوځو او په داسې لاره سفر کوو چې خطر کم وي. کوشش کوو چې کله پنځه شپږ کارونه يو ځای جمع شي نو بيا ټول په يو ځای وکړو او کله چې ووځو نو بيا ژر تر ژره بيرته کور ته راځو. کله چې په لاره غير هزاره ووينو نو ناڅاپه بيداره شو چې هسي نه راباندي حمله وکړي. بس په بسم الله ځان تر تيروو. چې کله تير شو نو شکر و باسو چې خدای په خير ترله تير کړو)
پوښتنه دا ده چې د حکومتي دعوو سربيره هم امنيتي ځواکونه د نورو خلکو په ګډون هزارګانو ته د امنيت په ورکولو کې په پوره ډول کاميابه شوي نه دي نو په داسي حال کې خپله د هزارګانو دغه احتياطي ګامونه د دوی ژوند څومره خوندي کوي.خبريال قادر نایل وايي، دا ګامونه تر يو څه حده پورې ګټه لري.
( ددې ګټه دا شوه چې د پر له پسې حملې لږ څه درېدلي دي.کله چې ځانمرګۍ برید کوونکی راځي نو هغه چې کله احتياطي تدبيرونو ته ګوري نو خپله حکمت عملي بدله کړي)
له څه باندې لسو کلونو راهيسې په کوټه کې چې پر هزارګانو څومره حملې شوي دي د زياترو ذمه واري تربنديز لاندي راغلې وسله والې ډلې لشکر جهنګوي قبوله کړې ده.