د سوات سيدوشريف شاعر حبيب الله بېتاب د۳۸ کلنۍ په عمر ناڅاپه د زړه بندېدو له کبله په حق ورسيدلو، نوموړی د سيمې یو له ښه شاعرانو شميرل کېدلو.
په ۱۹۹۵م کال د هغه شعري مجموعه زخمونه ګل چاپ شوې.
د بېتاب یو شمېر غزلې د پښتنو یو شمېر نامتو سندرغاړو زمزمه کړې دي.
حبيب الله بېتاب په ۲۰۰۸م کال د سیدو شریف ناظم هم پاتې شوی وو.