پراګ - د امریکا په میري لینډ ایالت کې د پښتنو یوې ټولنې پښتون امیرېکن کمیونټي اسوسي اېشن د پښتو دویم نړیوال کنفرانس تابیا کړې ده.
د دې ټولنې یو منتظم قاسم یوسفزی وايي، دا کنفرانس به د سېپټېمبر میاشتې پر لومړۍ نېټه کېږي.
د یوسفزي په خبره، دا ځل کنفرانس د پښتو ژبې او کلتور پرمختیا پر موضوع کېږي. د موضوع په اړه به لیکوالان، پوهان او ادیبان وینا ګانې کوي.
هغه کسان چې په کنفرانس کې ګډون نه شي کولای نو د فېسبوک او سکایپ په وسیله دا غونډه لیدلای شي.
له قاسم یوسفزي سره مرکه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ:
د پښتو نړیوال کنفرانس په اړه د نورو مالوماتو له پاره په لاندینیو پتو اړیکي ونیسئ:
ووبپاڼه: www.pakhtoonusa.org
ټیلي فون: (410) 505-8601- 001
برېښلیک: info@pakhtoonusa.org
د لیک پته: P.O.Box. 1493, Laurel, MD 20725