نن ټول ملک کې قامي او صوبايې اسمبليانو په يو څلوېښت چوکو ضمني ټولټاکنې رواني دي.
د پاکستان انتخابي کميشن پر وينا چې د دغه چوکو لپاره څه باندې پنځه سوه اميدوارانو ترمينځه مقابله ده.
په دې کې د قامي اسمبلۍ 15 او صوبايې اسمبلې 26 چوکیو لپاره انتخابات روان دي، چې څه کم اته زره پولینګ سټېشنې ورته جوړې کړل شوې دي.
دغه رنګ د امن په سلسله کې د پوځ مرسته اخیستل شوې ده.
د ووټونو اچلولو سلسله نن سهار له اتو بجو پېل شوې او تر پنځو بجو به جاري وي.