تېره ورځ ناقانونه ګرزول شوې وسلوالې ډلې تحریک طالبان پاکستان، د ګومل زام ډېم تښتول شوي اوه کارکونکي د شمالي او جنوبي وزېرستان پر پوله بوبړ سیمه کې د مقامي مشرانو یوې جرګې ته وسپارل.
د مشال راډیو خبریال خبر راکوي چې په تښتول شویو اتو کسانو کې اوه خوشې کړای شوي دي، او د اتم په اړه خوشې شویو کارکونکي وايي : هغه له دوی سره نه و.
طالبان وایي دغه کسان یې بغیر له څه شرطه پریښي دي ، خو په ځینو راپورونو کې راغلي چې د دوی په بدل کې حکومت دیارلس وسله وال خوشې کړي دي.
د ګومل زام ډیم دا کارکونکي د ۲۰۱۲ م کال د اګست په میاشت کې تښتول شوي وو . دغه ډیم د تیر زیارت په ورځ له اوږ د ځنډ وروسته پرانیستل شو.
د ګومل زام ډیم د امریکا په مالي مرسته جوړ شوی او د اولس اعشاریه څلور میګاواټه بجلۍ د جوړولو ظرفیت لري. تیره ورځ چې ددې ډیم پرانیسته کیده نو د نورو چارواکو ترڅنګ پکې دامریکې سفیر رچرډ اولسن هم برخه اخیستې وه.