په خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کې له کالونو راهیسې د نا امنۍ پېښې روانې دي او له دې سره سره په مختلفو سیمو کې پوځي عملیات هم شوي دي. خبریالان د دې ټولو حالاتو او واقعاتو خبرونو جوړولو له پاره ښکار شویو او ځپل شویو سیمو ته ځي او همدا راز، له ژوبل شویو او د وژل شویو له کورنیو سره خبرې کوي. د دې ټولو حالاتو د خبریالانو پر خپل نفسیاتي یا رواني روغتیا او ژوند څه اثرات وي؟
د یکشنبې (اتوار) پر ورځ په پېښور کې له کلیسا سره نېږدې په دوو ځانمرګو بریدونو کې له ۸۰ زیات کسان ووژل شول او له ۱۰۰ زیات ژوبل شول. په دوی کې زیاتره ښځې او ماشومان ول او دوی په کلیسا کې تر عبادت وروسته دباندې راوتلي ول.
خبریالان تل د داسې پېښو په اړه خبرونه جوړوي او دا ډول حالات په خپلو سترګو ویني. د نا امنۍ پېښې، د وژل شویو مړي، ژوبل شوي کسان، د دوی د کورنیو د غړو حالت د خبریال پر نفسیاتي یا رواني صحت څه اثر لري؟
په پېښور کې د مشال راډیو خبریال خالد خان د یکشنبې ورځې حملو په تناظر کې وايي چې ډېر بد اثر یې ورباندې کړی دی.
په پېښور کې د ایکسپریس ټرېبیون ورځپاڼې خبریال محمد عرفان وايي، همداسې چې هم یو کس مړ شي انسان ورباندې خپه کېږي، خو په چاودنو کې د وژل شویو او ژوبلو په اړه احساسات بیا بل ډول وي.
عرفان وايي، ان دا چې سړی هغه ځانمرګي ته خپه شي چې ده دا څه کړي دي: کټ
عرفان وايي، د کلیسا په برید کې د داسې ماشومان وژل شوي یا ژوبل حالت کې ولیدل چې د شیدو بوتلونه ورسره پراته ول. دی وايي، هرو مرو یې له سترګو اوښکې وڅڅېدې.
په پېښور کې د ایکسپریس ټرېبیون ورځپاڼې د پېښور ښار، قبایلي سیمو او افغانستان له پاره ایډیټر افتخار فردوس وايي، د اتوار پر ورځ د ده په خبریالانو کې یو هم داسې نه وو چې ژړلي یې نه ول.
افتخار فردوس وايي، د دوی اداره اوس په مسلسله توګه په هرو درو میاشتو کې د خپلو خبریالانو د نفسیاتي روغتیايي وضعې جاج اخیستو له پاره هغوی ډاکتر ته استوي.
د مشال راډیو خبریال خالد خان زیاتوي، د ده یو ملګری د همداسې یوې چاودنې تر حال لیدو وروسته تر ننه ډاکتر ته ځي.
ټول خبریالان په دې اند دي چې د نا امنۍ پېښې د خبریالانو پر نفسیاتي یا رواني حالت بد اثر لري او دا چې دوی زیاتره وخت د یوې پېښې تر لیدو وروسته په خوب کې هم د خلکو چغې او ژړاګانې اوري.