چارواکي وایې د کاپیسا د کوه بند ولسوالۍ څارنوال نور محمد له خپل زوی او یوه ملګري سره په تروریستي فعالیتونو کې د لاس لرلو په تور نیول شویدی.
د کاپیسا د امنیه قومندانۍ د امنیت آمر عبدالجلیل شمال نن د چارشنبې پر ورځ مشال راډیو ته وویل، چې نوموړی پرون د امنیتي مسولینو لخوا و نیول شو.
دی وایې چې د یاد څارنوال په اړه دوی اسناد تر لاسه کړي وو.