لندن - طالبانو د ۲۰۱۲ کال د اکتوبر پر نهمه نېټه ملاله یوسفزۍ په ډزو وويشتله چې دا ډول دا د تل له پاره خاموشه کړي خو داسې و نه شوه بلکه برعکس نه يوازې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د ملالې غږ (ږغ) ازانګې وکړې بلکې اوس يې د ژوند کیسه او د تعليم د حق له پاره مبارزه په کتابي شکل کې د روان کال (۲۰۱۳ز) د اکتوبر پر ۸ مه نېټه بازار ته راووت.
په انګريزي ژبه کې د ليکل شوی کتاب نوم (آی اېم ملاله) یانې (زه ملاله يم) دی. دا کتاب به د نړۍ په ۲۲ هيوادنو کې خپرېږي چې پاکستان، هند، امريکا، برتانیا، چين، جرمني او نور هيوادونه په کې شامل دي.
دا کتاب ملالې یوسفزۍ او د برتانيې خبريالې او ليکوالې کرسټينا لېمب په ګډه ليکلی دی. د کتاب ليکلو پر مهال کرسټينا لېمب له ملالې يوسفزۍ سره ډېره نېږدې پاتې شوې ده او دا يې ډېره ښه پېژندلې ده. په دې اړه مې د ملالې يوسفزۍ د شخصيت په اړه له کرسټينا لېمب سره ځانګړې مرکه کړې ده.
مشال راډیو: تاسو ولې د ملالې يوسفزۍ د ژوند کيسې ليکلو فيصله وکړه؟
کرسټینا لېمب: کله چې ملاله وويشتل شوه، نو زه هغه وخت په امريکا کې وم. ټولې نړۍ چې کوم لوی ردعمل وښود نو زه هم د دې د ژوند له کيسې څخه متاثره شوم او سوچ مې وکړ چې که چېرې د دې د ژوند کيسه له خلکو سره شريکه کړل شي نو له دې څخه به د ټولې دنيا خلک الهام واخلي او پوه به شي چې په اصل کې د پاکستان غوندې هيوادونو، چې د تعليم شرح په کې کمه ده، څه روان دي او له دې سره به نور خلک هم و هڅول شي چې د تعليم غوندې د يو نړيوال حق د تر لاسه کولو له پاره خپله مبارزه وکړي.
مشال راډیو : کله چې تا سو له ملالې یوسفزۍ سره ولېدل نو احساسات مو څه ول؟
کرسټینا لېمب: دا ډېرهه دلچسپه خبره ده. ما له هر ډول خلکو لکه پوځي آمرانو، سياستوالانو، طالبانو او جنګ سالارانو سره مرکې کړې دي او زه به له هغو ويريدلم هم خو کله چې مې له ملالې سره د ليدو پر وخت د هغې انتظار کاوه، نو پريشانه وم دا ځکه چې يوې ۱۵ کالنې نجلۍ له ما څخه انټرويو اخيستله او دا فیصله به يې کوله چې آیا غواړي چې زه د دې د ژوند کيسه نړۍ ته په کتابي بڼه کې وړاندي کړم او که نه.
مشال راډیو: ستاسو له ملالې یوسفزۍ سره وخت څنګه تېر شو؟
کرسټینا لېمب: زما له دې سره ډېر ګټور وخت تېر شو. دا مې و ليدله او ښه مې و پېژندله. له يوه طرفه به مې دا په ټيليويژن د يوې نړيوالې اتلې په توګه ليدله نو بلې خواته ما دا په کور کې هم ليدله چې له خپلو وروڼو سره جګړې کوي، دا يوه عامه نجلۍ ده چې په غولي کې لوبې کول او پاپ میوزک اورېدل غواړي.
مشال راډیو: تا سو له ملالې سره ډېر وخت تېر کړی نو چې څومره مو وخت ورسره تېراوه هم دومره به د دې په اړه نور حقيقتونه مخي ته درتلل نو دا هر څه څنګه وو؟
کرسټینا لېمب: ما ډېر دا غوښتل چې خلک دا د يوه کس او يا د يوې کورنۍ په توګه و پېژني خو ما دا هم غوښتل چې خلک د پاکستان په سياست هم پوه شي، چې څنګه په سوات کې طالبان پیدا شول، او بيا يې دومره ژر صلاحيت وموند چې د پاکستان دغه سيمې په پوره ډول کنټرول کړي. له دې سره سره دا هم را څرګندول ول چې په داسې حالاتو کې پر يوې کورنۍ څه تېريدل، څنګه يې د ژوند تېرولو کوښښ کاوه او څنګه ملالې هڅه کوله چې سکول ته لاړه شي. ځينې خلک داسې سوچ کوي چې دوی ډېر خوش قسمته دي چې په برتانیا کې ښه ژوند کوي، خو داسې نه ده، دوی شا ته هر څه پرېښي دي؛ خپل ملګري، خپل خلک او خپل کلتور يې پرېښی دی. دوی له خپلو جرړو پرېکړل شوي دي او په يوه داسې نا بلده ځای کې ژوند کوي چې هلته دوی هېڅوک هم نه پېژني او تنهايې محسوسوي. ملاله به کيدای شي يوه نړيواله اتله وي، خو حقيقت دا دی چې د دې ملګري له دې څخه په زرګونه ميله لرې دي چې دا يو ډېر ګران کار دی.
مشال راډیو: آيا ملالې يوسفزۍ تاسو متاثره کړي ياست؟
کرسټینا لېمب: هو ، ډېر زيات، اول خو د دې جذبې متاثره کړم، بل دا چې دا ډېره خوله وره ده، په دومره کم عمر کې ښه سیاسي پوهه لري او د دې يوه وجه دا کيدای شي چې د دې پلار يو سياسي مبارز وو، نو دې به د ده او د هغه د ملګرو ترمنځ کېدونکي سياسي بحثونه اورېدل. بله دا هم چې دا ډېره زړوره ده او هوډ لري چې د هر چا له پاره بدلون راولې.
مشال راډیو: کله چې تاسو کتاب ليکلی، نو تاسو خو پرېشانه نه واست؟
کرسټینا لېمب: په اول سر کې زه ځکه لږ څه پريشانه وم چې له دې څخه د پېښې او ډزو په حواله به پوښتنې کوم ځکه ما نه غوښتل چې دا پريشانه کړم خو دې په رښتيا هم پخپله دا غوښتل چې خپله کيسه راته وکړي. دا پخپل موقف ډېره ټينګه ولاړه وه. په ژوند کې پر چا دا سي وخت راځي چې زړه پېښه بيا بيرته ور ياده شي خو ملالې دا حقيقت منلی دی چې پر دې ډزي شوي دي او غواړي نور خپل ژوند تېر کړي.
مشال راډیو: کله چې خلک پر دې تنقيد کوي نو تاسو چې کله دا خبرې واورئ نو څنګه احساسوئ؟
کرسټینا لېمب: دا مې ډېر خفه کوي. زما په نظر کې ملاله د پاکستان د مخ هغه اړخ ښکاره کوي چې په کار دی دغه ملک ورباندي فخر وکړي. زه له تېرو ۲۷ کالونو راهيسې پاکستان ته ځم، راځم او زه نورو خلکو ته وايم چې د دې هيواد خلک ډېر عزت داره، خدمتګاره او زياتره په کې منځلاري دي خو له بده مرغه په نړۍ، په تېره بيا په امريکا کې پاکستان ته د يو ترهګر هيواد په سترګه کتل کېږي چې له طالبانو ډک دی نو دا موقع ده چې پاکستان په دې فخر وکړي چې ملاله يې په نړۍ کې نمایندګي کوي او دې چې څه کړي دي او څه يې ويلي دي د هغي ټوله دنيا ستاينه کوي.