د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: د موسیقۍ سیالۍ ته ډېر کم پښتانه ورغلي دي


پراګ - په پاکستان کې د جيو په نوم د اردو ژبې يوه شخصي تيلويزيون په دې وروستيو کې د هېواد د هلکانو او جينکو تر مينځ د سندرو مقابلې پيل کړي، چې غواړي په ترڅ کې يې د پاکستان په کچ د تر ټولو غوره سندرغاړي انتخاب وکړي.


د سندرو د دې مقابلو د تنظيموونکو په خبره، خپله دغه پروژه يې د پاکستان ترهګرۍ ځپلو سيمو، خيبر پښتونخوا او د قبايلي سيمو ځوانانو ته هم رسولې.

په پېښور کې دغه سيالۍ د تېرې سيپټمبر مياشتې په وروستيو کې وشوې، چې د ياد ښار او شاوخوا سيمو يو شمېر ځوانو سندرغاړو برخه په کې واخيسته.

په پېښور کې زلمي موسيقار آصف حسين، چې مورنۍ ژبه يې پښتو نه ده، هم په يادو مسابقو کې ګډون وکړ. نوموړی وايي، غواړي خلک يې د يوه سندرغاړي په حيث هم وپېژني.

د ټولو نه ښه خبره خو دا وه چې هيڅ سفارش په کې نه وو.
سمیع
آصف حسين زياتوي، د سندرو دغو سياليو ته له قبايلي سيمو څخه څوک هم نه وو ورغلي.

((زه غواړم چې خلک ما د يوه سندرغاړي په توګه هم وپېژني. د پېښور مقابلې ته زياتره اردو ژبي هلکان راغلي ول، څو تنه پښتانه مې هم په کې وليدل. جينکۍ هم وې، خو شمېر يې ډېر کم وو. دغه محلي يا د قبايلي سيمو سندرغاړي مې بيا هيڅ په کې په نظر رانغلل. نو زه وايم چې ډېر محنت طلبه کار دی او جيو ټي وي واله کوشش کوي دا پاکستان آيډل پروسه پای ته ورسوي. ما خو يو کلاسيکل څيز وويلو او يوه سندره مې هم وويله، اوس ګورو، څه کېږي.))

يو بل پېښور مېشته سندرغاړي، چې سميع نوميږی او د ده مورنۍ ژبه هم پښتو نه ده، د پاکستان د تر ټولو غوره سندرغاړي له پاره په جوړو شويو ازموينو کې برخه واخيسته. دی وايي، ډاډمن دی چې له يو سندرغاړي سره به هم بې عدالتي نه کېږي او د خپل هنر ښکاره کولو پوره پوره موقع به ورته ورکول کېږي.

((د ټولو نه ښه خبره خو دا وه چې هيڅ سفارش په کې نه وو. دوئ مخکې ويلي وو چې کېدلای شي د ترهګرۍ پېښو له وجې د پېښور له پروګرامه تېر شي. خو بيا يې پلان بدل کړو، کوټې ته هم لاړل او په سوات کې يې هم پروګرام وکړ. دوئ غواړي د ملک هر هغې برخې ته ورسېږي چې ځوانان يې د سندرې ويلو استعداد ولري. زما خواهش دا دی چې په دغه پروژه کې د پېښور د خلکو په استازيتوب مخکې لاړ شم.))

د موسيقۍ د زده کړې چا کوشش نه دی کړی او نه هم چا دې هنر ته د هنر په سترګه کتلي دي.
شاکر زېب
هم په پېښور کې يو نوميالی موسيقار شاکر زيب بيا وايي، پښتانه ځوانان له موسيقۍ څخه يوازې د خپلې مشهورتيا د يوې وسيلې په توګه کار اخلي او په صحيح توګه يې نه زده کوي.

همدې مسالې ته په کتو سره نوموړی فکر نه کوي د سندرو په دغو مسابقو کې پښتانه ځوانان بريا تر لاسه کړي.

((يو ځوان به وي، شل يا دېرش زره روپۍ به ورسره وي، سټوډيو کې به سندره ثبت کړي، پر انټرنيټ يې خپره کړي او يا هم يوه دوکاندار ته يې ورکړي. يوه نيمه سندره په کې وچلېږي، نو هم هغه تن سندرغاړی جوړ شي. د موسيقۍ د زده کړې چا کوشش نه دی کړی او نه هم چا دې هنر ته د هنر په سترګه کتلي دي. چې د چا نه هم پوښتنه وکړې چې هلکه، موسيقي دې څنګه پيل کړه؟ نو وايي شوق مې دی ورسره. دا څنګ شوق دی؟ نه خو د کوم تکړه شاعر کلام راوړي، نه کوشش کوي چې ښه کمپوز ووايي. يوازينی هدف يې د تيلويزيون پر ښيښه راتلل او ځان مشهورول وي.))

کتونکي په دې اند دي چې که د پښتو شخصي تيلويزيونونه هم د سندرو د سياليو ورته پروګرامونه جوړ کړي نو په ترڅ کې به يې وکولای شي يو د پام وړ شمېر پښتانه ځوانان د موسيقۍ فن او د دې زده کړو ته ور جلب کړي.
XS
SM
MD
LG