تمه ده چې پر څوکۍ ناست امام علي رحمان به د څلورم ځل لپاره هم په اسانۍ انتخابات وګټي. له ده علاوه پینځه نور کاندیدان هم ولسمشریزو انتخاباتو ته ولاړ دي.
هغوی ډېر پېژندل شوي کسان نه دي او هغوی د دولت په مرسته د ولسمشرۍ کیمپېن پر وخت پر حکومتي پالیسیو له تنقیده هم ډډه کړې ده.
مخالف سوسیال ډیموکراټ ګوند له انتخاباتو پرېکون اعلان کړی دی. دوی وايي، په انتخاباتي کېمپېن کې ((له اساسي قانونه سرغړونه شوې)) او ((د دولت په لاس په کې غلطۍ)) وې.
په اروپا کې د امنیت او همکارۍ سازمان د تاجکستان پر دولتي رسنیو نیوکې کړې دي چې د کیمپېن خبریالۍ پر وخت یې یوازې پر ولسمشر رحمان توجه ورکوله.