د لاسرسي ځای

تازه خبر

محرم الحرام د امن او اتحاد درس ورکوي: ديني علما


د اسلامي کال (هجري قمري) لومړۍ مياشت محرم الحرام چې پښتانه د حسن حسېن مياشت هم ورته وايي، هر کال په اسلامی نړۍ کې په عقيدت سره لمانځل کيږي او په درنه سترګه ورته کتل کيږي.


د اسلامي کال (هجري قمري) لومړۍ مياشت محرم الحرام چې پښتانه د حسن حسېن مياشت هم ورته وايي، هر کال په اسلامی نړۍ کې په عقيدت سره لمانځل کيږي او په درنه سترګه ورته کتل کيږي.


په دې مياشت کې د اسلام د پېغمبر لمسيان حضرت حسن او حضرت حسېن له دې نړۍ څخه کوچېدلي دي.

په همدې خاطر په زياتره اسلامي نړۍ کې ځيني خلک عبادات او خيراتونه کوي او زياتره شيعه مسلکه مسلمانان بيا ماتمي جلوسونه راباسي. دا چې دا مياشت څه درس او پېغام ورکوي؟ ديني عالم علامه ثواب علي ويلي چې د دې مياشتې پېغام امن او اتحاد دی.

((د دې مياشتې پېغام مسلمانانو ته د اتفاق او وحدت فلسفه ښودل دي چې اې مسلمانانو، لکه څنګه چې کربلا کې د حضرت امام حسېن عليه السلام په ملګرو کې د هر ذېل کسان موجود و. سبطِ مصطفا (ص) په کربلا کې همدا اعلان کوي چې اسلام د امن دين دی. که چيري عام مسلمانان په حقيقي دين باندي خبر شو نو يقيناً به د مسلمانانو منځ کې چې کومې ناراضګی دي، بې امنيتی دي، څومره انتشار او تفرقې دي، يقيناً د دې شيونو نه به موږ بچ وو او امن طرف ته قدم واخلئ.))

په پاکستان کې د محرم په مياشت کې ليدل شوي چې ځينې وخت د ناامنۍ پيښې رامنځ ته شي او يو شمېر کسانو ته پکې مرګ ژوبله واوړي. ديني عالم حافظ الحديث مولانا غازي محمد کمال وايي چې اسلام شر خوښونکې نه خوښوي او د امن تبليغ کوي.

((نبي کريم صلی الله عليه وسلم به له شره پناه غوښتل، چې خدايه پاکه ما له شره وساتې. هغه خلک چې په علاقه کې او په ملک کې شر او فساد جوړوي، الله پاک ته د هغوی هيڅ محبوبيت نسته. الله پاک په دې خوشاليږي چې يو مسلمان امن راولي ځکه چې په امن راوستو سره دين او دنيا دواړه سميږي.))

په پاکستان او افغانستان کې روانو بريدونو او د تشدد پيښو ته په کتو سره مولانا غازي محمد کمال زياتوي چې اسلام د بل انسان د حق خوړلو او هغه ته د سر او مال د زيان رسولو اجازه نه ورکوي.

((حضور عليه السلام فرمايي، د هر مسلمان پر بل مسلمان مال حرام دی، اولاد يې حرام دی، آبرو او عزت يې حرام دی. د هغه مال به نه لوټ کوې او د هغه سر به نه ختموې. او که په ملک کې ستا سره يهود ناست وي، نصارا وي، هندوان وي، سکان وي، او هغوی ستا دين ته تاوان نه رسوي او پر خپل ځای ناست وي خپل خپل کارونه کوي. حتا علما محدثين وايي چې هغوی به نه وهې او نه به دباو پر اچوې او نه به ورسر ظلم کوې، او همدا پېغام د اسلام پېغبمر حضرت محمد صلی الله عليه وسلم راکوي.))

دا کال د محرم الحرام مياشت په داسي حال کې لمانځل کيږي چې په تيرو څو مياشتو کې د افغانستان او پاکستان په بېلا بيلو سيمو کې د تشدد په تازه پيښو کې سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
XS
SM
MD
LG