د هالېنډ د کرکټ ملي لوبډلې نن (جمعه) په شارجه کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله ته په شل اووريزه لوبه کې ماتې ورکړه. افغانستان لومړی بېټنګ وکړ او د ۹۰ منډو په جوړولو يې خپل ټول لوبغاړي په نولسم اوور کې له لاسه ورکړل.
تر هغه وروسته هالېنډ په ديارلسم اوور کې د درو لوبغاړو په سوځېدو ۹۲ منډې جوړي کړې او لوبه يې وګټل. د افغانستان او هالېنډ د لوبډلو ترمنځ دا لوبه د ۲۰۱۴م کال د نړیوال شل اوریز کپ لپاره د غوراوي د پړاو برخه ده.
په دې لوبو کې د ښې کارګردګۍ پر اساس د افغانستان لوبډله کولای شي چې په پرلپسې په دریم ځل د شلو اورونو نړیوال کپ ته ووځي چې په بنګله دېش کې تر سره کېږي. تر دې وړاندې افغانستان د ۲۰۱۵م کال د کرکټ نړيوالو يو ورځنيو سياليو ته هم ځان ايستلی دی.
افغانستان به سبا له سکاټلېنډ سره لوبه کوي.
بلخوا د پاکستان او جنوبي افریقا د کرکټ لوبډلو ترمنځ دویمه او وروستۍ شل اوریځه لوبه نن په دوبۍ کې تر سره کېږي.
دا لوبه به د پېښور له وخت سره سم نن (جمعه) د شپې پر نهه بجې پېلږي. لومړۍ لوبه جنوبي افریقا ګټلې وه.