تحریک انصاف دریځ لري چې په پاکستان کې به د امریکايي بې پایلټه الوتکو د بریدونو د مخنیوي لپاره په افغانستان کې د مېشتو نړیوالو ځواکونو لپاره د سامان وړونکو هغو لاریو مخه نیسي چې په پاکستان کې تېریږي.
خو د سیاسي چارو کارپوهان او د اپوزېشن ګوندونه وايي چې په اصولي او قانوني توګه د خیبر پښتونخوا صوبایي حکومت دا پرېکړه نه شي کولای.
دا دریځ لرونکي کسان وايي چې که چېري حکومت روښتیا هم د بې پایلټه الوتکو بریدونه درول غواړي نو دي په ملک کې روان حالات سم کړي.
د تحریک انصاف مشر عمران خان وايي چې د خيبر پيښونخوا حکومت به په خپل سر په افغانستان کې مېشتو نړیوالو ځواکونو ته د سامان وړونکو لاریو مخه ونیسي.
په اسلام اباد کې د دفاعي چارو کار پوه طلعت مسعود وايي چې د عمران خان واکمن ګوند نه شي کولای چې د نېټو سپلايي بنده کړي.
طلعت مسعود له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل ً زما په اند، په اصولې او قانونې توګه د نېټو لپاره استعماليدونکې لارې وفاقي موضوع ده او هغوي د دی ذمه واره دي. بلخوا د ملګرو ملتونو په قرارداد کې ډير څرګند ویل شوي دي چې هر يو هيواد به د افغانستان مرستې کوي. که چېري دوی داسې کوي نو دا به د پاکستان او له نړيوال قانونه سرغړونه وي.ً
طلعت مسعود زياته کړه چې که څه هم عمران خان سياست کوي خو په دې خبره پوه نه دی چې دا ډيره پېچلې معامله ده.
بل پلو د خيبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د عوامي نېشنل پارټۍ پارلېيماني مشر سردار حسېن بابک وايي چې تحريک انصاف دوه مخيزه پاليسي خپله کړې ده.
له مشال راډیو سره د خبرو پر مهال سردار حسېن بابک وویل ً دا سیاسي غونډه ده. دا جذباتي غونډه ده. په صوبه کې واکمن ګوند په احتجاجي ناسته کې ګډون نه کوي. دوی کوشش کوي چې هم طالبانو ته او هم قام ته دوکه ورکړي.ً
د پاکستان او په خاصه توګه د خیبر پښتونخوا پر حالاتو نظر لرونکی خبریال شميم شاهد وايي چې د عمران خان ګوند د خپلې ناکامۍ پټولو لپاره ولس ته دوکه ورکوي.
شميم شاهد زیاته کړه چې ً له دې ګوند سره نه پوليس کار کوي او نه هم انتظاميه. دوی غواړي چې په څه طريقه ځان له حکومته خلاص کړي. خو داسې طريقه خپلول غواړي چې ولس ته وښایي چې دوی مظلومان وو.ً
د دفاعي چارو کارپوه طلعت مسعود بیا وايي چې د بې پایلټه الوتکو د بریدونو د مخنيوي غوره لاره دا ده چې د هيواد حالات سم کړل شي، نو بیا به امریکا ته دا موقع په لاس نه ورځي چې داسې بریدونه وکړي.
نوموړي وویل ً که موږ د بې پایلټه الوتکو د بریدونو پر ضد خپل اواز پورته کوو، نو ورسره بايد د حقاني شبکې او تحريک طالبان پاکستان پر ضد هم کاروايانې وکړو. ځکه چې حقاني ډله په افغانستان کې د امريکايانو پر ضد عمليات کوي او که چېري پاکستان د دې ډلې پر ضد کاروايي نه کوي نو امريکا ته د بې پایلټه الوتکې د برید کولو موقه په لاس ورځي کوم چې د پاکستان لپاره مضر دی.ً
طلعت مسعود دا هم وویل چې ً تر دې وړاندې هم د نېټو سپلايي لاره تړل شوې وه خو امريکا په افغانستان کې مېشتو ځواکونو ته د سامان رسولو لپاره نورې لارې ولټولې. دا به وروسته مالومه شي چې د دې لارې د تړلو پر امریکا څه فشار لوېږي او که نه.ً
د پاکستان په قبایلي سیمو کې د امریکايي بې پایلټه الوتکو بریدونه له ۲۰۰۴م کاله دوام لري چې تر اوسه د القاعده ، حقاني شبکې او پاکستانیو طالبانو لوی شمېر مهم مشران او غړي په کې وژل شوي دي.
پاکستاني چارواکي نه یوازې دا بریدونه پر خپله خپلواکي برید بولي بلکې دا نظر هم لري چې ګواکې په دې کې بې ګناه خلک وژل کېږي.
خو امریکا بیا بې پایلټه الوتکې د ترهګرۍ پر ضد روانه جګړه کې ډېره مهمه وسیله ګڼي او له دې انکار کوي چې ګواکې د دې پریدونو په ترڅ کې بې ګناه خلک وژل کېږي.
د بې پایلټه الوتکو تر ټولو وروستی برید د خیبر پښتونخوا د هنګو ضلعې په ټل تحصیل کې پر یوه مدرسته شوی وو چې د چارواکو په وینا ، د حقاني شبکې د دوو مهمو مشرانو په ګډون لږ تر لږه اته تنه وژل شوي وو.
د حقاني شبکې په وژل شوو غړو کې د یادې ډلې ځانګړی سلا کار مولوي احمد جان او پاڼګه ټولوونکی او د هم دې ډلې یو بل سلاکار مولوي حمید الله افغاني هم شامل وو.