د لاسرسي ځای

تازه خبر

یمن:د دفاع پر وزارت ځانمرګی برید ۵۲ تنه ووژل


په یمن کې چارواکي وایي، د دفاع پر وزارت د یو لړ بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه دوه پنځوس کسان وژل شوي دي چې پکې بهرني روغتیایي مسوولان هم شته.


په دې بریدونو کې چې پرون په مرکز صنعاء کې وشول لږ تر لږه یو سل او اووشپیته تنه ټپیان شوې دي.

حملې داسې وشوې چې لومړی د یوه موټر بم چاودنه وشوه او له دې سره وسله والو ته لاره پرانیستل شوه.

چارواکي وایي، برید کوونکو د وزارت دننه پر یوه روغتون حمله وکړه چې له امله یې د دوو جرمنیانو په ګډون شپږ ډاکټران ووژل.

د یمن د دفاع وزارت په بیان کې ویل شوې دي چې اکثر برید کوونکي د پوځیانو په برید کې ووژل شول او عسکرو بیرته هغه ځایونه ونیول چې وسله وال ورننوتي وو.

وروسته تر دې چې د دوه زره دولسم کال په فبروري کې ولسمشر علي عبداله صالح استعفی کړې یمن له یوه ګډوډ سیاسي انتقالي حالت سره مخامخ شوی دی.

ولسمشر صالح درې دیرش کاله پر یمن واکمن و او یو کال د هغه په مخالفت کې خونړۍ مظاهرې وشوې چې بیا یې استعفی وکړه.
XS
SM
MD
LG