د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ایران او نړۍ د پیاوړو هېوادونو غونډه بیا پېل شوه


نن د پنجشنبې پر ورځ د نړۍ د شپږو ځواکمنو هیوادونو او ایران چارواکي د تهران اټومي پروګرام په اړه خبرې بیا پیلوي.


په ویانا کې کېدونکې دا خبرې به له ایران سره د شوي تړون پر عملي کولو راټولې وي

د نومبر ۲۴م لنډمهالي تړون تر مخه ایران به د اقتصادي بندیزونو نرموالي په بدل کې، خپل لانجمن اټومي پروګرام محدودوي.

د تېرې پنجشنبې (زیارت) پر ورځ تهران د احتجاج په توګه خبرې بندې کړې ځکه چې واشنګټن ۱۹ ایراني شرکتونه (کمپنۍ) او وګړي د اوسنیو بندیزونو په تور لېسټ کې اچولي ول.

د ایران پر دې عمل سربېره، د ډېسېمبر له نهمې تر ۱۲مې په شویو خبرو کې د پرمختګ خبر ورکړل شوی وو.

د نړۍ په شپږو ځواکمنو هیوادونو کې امریکا، روسیه، چین، برتانیا، فرانسه او جرمني شامل دي.
XS
SM
MD
LG