پېښور - د خیبر پښتونخوا حکومت له مرکزي حکومته د پېښور برېښنا ورکوونکې ادارې (پشاور الېکټرېک سپلای کار پورېشن یا پېسکو) واک اخیستو څخه انکار کړی دی.
د پښتونخوا اعلا وزیر پروېز خټک د یکشنبې پر شپه پاکستانیو رسنیو ته ویلي دي چې مرکزي حکومت دې دوی ته یوازې د پېسکو واک نه بلکې، د برېښنا پیدا کولو، وېشلو او د دې د بیې ټاکلو واک هم ورکړي.
تر دې مخکې د یکشنبې پر ورځ د پاکستان وزیر اعظم نواز شریف د اوبو او برېښنا وزارت ته امر وکړ چې د خیبر پښتونخوا حکومت په غوښتنه دې د پېښور برېښنا ورکوونکې ادارې واک صوبايي حکومت ته وسپاري.
پېسکو ټولې خیبر پښتونخوا ته برېښنا ورکوي.
خیبر پښتونخوا د پاکستان تر ټولو زیاته برېښنا پیدا کوي.
په پاکستان کې د انرژۍ بحران له کبله نه یوازې ورځنی ژوند بلکې کاروبارونه هم زښت اغېزمن شوي دي.